تخار: وسله والو د يوې راډيو دوه کارکوونکي په خپل دفتر کې وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): په تخار ولایت کې د يوې سیمه ييزې راډيو دوه تنه کار کوونکي د راډيو په دفتر کې دننه وژل شوي دی.

د تخار ولايت چارواکي وايي چې د همصدا په نامه د يوې راډيو دوه تنه کارکوونکي د نامعلومو وسله والو له لوري په خپل دفتر کې وژل شوي دي.

د تخار ولايت د امنيه قومندانۍ وياند عبدالخليل اسير وايي چې تيره ورځ نامعلوم وسله والو په دې ولايت کې د همصدا راډيو دفتر ته ورغلي دي او دوه تنه کارکوونکي يې وژلي دي.

هغه زياته کړې ده چې وسله وال له پيښې وروسته له سيمې څخه په تېښته بريالي شوی دی.

د تخار ولايت اوسيدونکي وايي چې دا پيښه د ولايت مقام ته په بيخي نژدې ساحه کې رامنځته شوې ده او زياتوي چې امنيتي چارواکي د ولايت د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دی.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت چاپه غاړه نه دی اخيستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د