ټرمپ: طالبانو سره رغنده مذاکرات د بريا په درشل کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې د ده ادارې له طالبانو سره رغنده مذاکرات پيل کړي او دغه مذاکرات د بريا  په درشل کې دي.

ټرمپ کانگريس ته د خپلې دورې دوهمې کلنۍ وينا پر مهال وويل، چې د افغانستان جگړه پای ته رسوي، خپل عسکر کورونو ته راولي او د ترهگرۍ پر ضد به د امریکا مبارزه روانه وي.

هغه زياته کړه: «موږ نه پوهيږو، چې له طالبانو سره به د سولې تړون ته ورسيږو که نه، خو بايد پوه شو، چې د نږدې دوو لسيزو جگړو وروسته د سولې وخت رارسېدلی او زموږ مخالف لوری هم دا نظر لري.»

ټرمپ وويل، چې تېر ۱۹ کاله امریکايي عسکر په عراق او افغانستان کې په جگړو اخته دي، په دغو جگړو کې شاوخو اووه زره امریکايي عسکر وژل شوي او له ۵۲زرو زيا ټپيان دي او له اوو ټريليونه ډالرو ډېر لگښت پرې راغلی، خو پایله يې بيا هم نه ده روښانه.

ټرمپ زياته کړه، چې امریکايي عسکرو خپلې قربانۍ ورکړي او په ډېره مېړانه يې د تروريزم خلاف جگړه وکړه او اوس بايد  دوی خپلو کورونو ته راستانه شي او روانه جگړه پای ته ورسوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د