
ميدان وردګ: په لومړي ځل زندانيانو ته کتابتون جوړ شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په مرکزي زندان کې د يو فعال ځواان په هڅو د زندانيانو له پاره کتابتون جوړ شو.
ياد کتابتون د مجيب الرحمن محمودي به نامه د ميدان وردګ ولايت د يو تن اوسيدونکي په هڅو جوړ او پرانستل شو ترڅو زندانيان ورڅخه استفاده وکړي.
د کتابتون د پرانستې پر مهال مجيب الرحمن محمودي وويل چې د ملګرو په همکارۍ يې د زندان د کتابتون له پاره کتابونه راټول کړي دي او په دې توګه غواړي چې په ټولنه کې د کتابونو فرهنګ عام کړي.
محمودي وويل چې د مطالعې پرمټ به د ټولنې په خلکو کې مثبت بدلونونه راشي او ټولنې ته به يو ښه پيغام ولري.
ددې کتابتون د پرانستې په غونډه کې د ميدان وردګ ولايت د والي په ګډون يو شمير نورو چارواکو هم ګډون کړی و او د ښاغلي محمودي دا هڅه يې وستايله.
د ميدان وردګ والي مظفر الدين يمين د ښاغلي محمودي دا هڅه وستايله او دا يې د ټولنې د پرمختګ له پاره يو مثبت ګام وباله.
مجيب الرحمن محمودي چې د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکی دی تر دې وړاندې يې هم د کتاب په برخه کې ټولنې ته خدمت کړی دی او ګڼ شمير کتابتونونه يې په کليوالي سيمو کې جوړ کړي دي.