پښتونخوا: په ترافيکي پيښه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پښتونخوا ايالت په کرک سيمه کې د ترافيکي پيښې له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي.

د کرک امنيتي چارواکي وايي چې پيښه نن غرمه مهال هغه مهال رامنځته شوه چې کله د کرک ولسوالۍ په تبي سيمه کې د سپرليو موټر له یو بار وړونکي موټر سره ټکر شول.

سيمه ييزو امنيتي چارواکو رسنيو ته ویلي دی چې له ټکر وروسته موټر اور اخيستی دی چې له امله يې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له پيښې وروسته د سيمې ځای ته د دولتي مرستندویه ټيمو د نه رسېدو او په موټرو کې د زياتو سپرليو وړلو په غبرګون خلکو لاريون وکړ او ياده لويه لاره یې تر دوو ساعتونو پورې تړلې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د