
د مسکو غونډه د بین الافغاني تفاهم لپاره یوښه فرصت
نن ټکی اسيا سرليکنه
پرون په مسکو کې د طالبانو او د هیواد د سیاسي جریانونو ترمنځ د تفاهم او تر اشغال وروسته افغانستان د مستقبل په اړه مفاهمتي غونډه پرانستل شوه.
دا غونډه چې نن به هم روانه او ښايي د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره پایته ورسیږي د بون ترغونډې وروسته بله یوه داسې ناسته ده چې د طالبانو په ګډون د افغانستان د قضیې ټول ښکیل لوري ورکي حضور لري.
په یاده غونډه کې د طالب استازیو شتون او په رسمي ډول د هغوی نظر څرګندول هغه څه دی چې هم یې خپله افغانان اوهم یې نړیوال د غونډې د موثریت په اړه هیله من کړي دي.
د هیله مندۍ ټکی ورکي دادی چې د هیواد دسیاسي جریانونو هغو استازیو چې یو مهال یې له طالبانو سره د مخامخ لیدو هیڅ فرصت نه و میسر په یاده ناسته کې یو د بل ترڅنګ ناست او په یوه مفاهمتي فضاء کې د هیواد محوره موضوعاتو اړه سره تبال نظر کوي.
تر اوسه چې د مسکو د غونډې له تالاره د غونډې د برخوالو نظرونه د رسنیو لخوا منعکس شوی هغه تقریبا ټول د هیواد د لانجې د هواري په اړه داسې مثبت او متقارب نظرونه دي چې که د هیواد په داخل کې عملي شي د لانجې د هواري لپاره ډیر څه ورکې شته دي.
د تیر کال له اوربند وروسته د مسکو روانه غونډه بله داسې یوهڅه ده چې د افغانانو ترمنځ د ذات البیني تفاهم او سولې احتمالات ډیرشونې کوي.
د یادې غونډې د موثریت او اهمیت یو بل لامل دا هم دی چې په یوه داسې خاص زماني مقطع کې تر سره کیږي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات هم له پرمختګونو سره روان او د دغو دواړو اقداماتو زماني تقارب د افغانستان د شل کلنې جګړې د پایته رسولو لپاره په ملي او بین المللي کچه د یوه مثبت تحرک نماینده ګي کوي.
که څه هم چې ښاغلي غني په خپل لومړنی غبرګون کې د مسکو غونډه یوه بي اهمیته او غیر اجرائي ناسته وبلله خو په هغې کې د راغونډ شویو برخوالو پوځي او سیاسي حیثیت ته په کتو سره یاده غونډه په تیر ۱۸ کلن جریان کې هغه با اهمیته غونډه ده چې د افغاني قضیې د ښکیلو اړخونو ترمنځ یو ښه فرصت او د مؤثرتفاهم احتمالات شوني کولای شي.
محقق، پدرام، عطا محمد نور، شهنواز تڼی، علومی او نور کمونستانو سره مو جمع کړی خوشحاله یی چی وطن مو آزاد کړ.
لوی رب مهربانه دی چی له خیره سره یوه اسلامی سوله راشی هیواد ته دا د خوشحالی ځای دی چی د کابل نه تللی مزدوران د اسلامی امارت د مجاهد پسی ولاړ دی او جمعه کوی الله پاک دی بیرته همداغه د اسلامی امارت رهبران زموږ د هیواد رهبران کړی له خیره سره چی بیرته هیواد کی یو اسلامی شریعت نافذ شی او زمونږ مسلمانانو ویاړلی تاریخ بیرته راژوندی شی.انشاالله.
د مکی مکری جمع مو د کرملین په جمع بدله کړه. ولی مو د مکی مکرمی دعوت رد کړ خو د مسکو دعوت ته مو منډی کړی. الله مو خوار کړه او نور هم ذلیله شی.
والله داهم شه خبره. د جرم شريف يو لمونز د 1000000 لمونزونو سره مساوى دى . مونز طالبان به كته نه بوهيزو.
جمع خو به ملا بسى كيزى. نو به جا بسى يي كرى واى. خو دا زمونز د ملايانو تجويد بالكل ندى زده. ماته خو شكارى جى طالبان بايد ساده تجويد زده كرى. او بله خو دا جى دا عباس راته ملا نه شكارى. زان يي به ملايانو كى وهلى دى
يو سياست دی بل واقعيت. د سياست له لحاظه خبره بېله ده، خو واقعيت دادی چي دا غونډه له يوه لوري: د ملي شيطان کرزي او انسان مخو شرمښانو کوم چي دغه ملي شيطان يې په خفا او کله کله په ښکاره مشري کوي او ټول ملي خاينان، اسلاميت او افغانيت ضد عناصر، د مبارکو طالبانو او نورو افغانانو وژونکي، زوروونکي، بندي کوونکي، ګوښوته کوونکي، ګواښونکي، د پردو غلا مان او جاسوسان، د خلکو او بيت المال د شتمنيو مافيايي غله دي او له بله لوري: د طالبانو تر منځ جوړه سوې ده. که په راتلونکې کي دغه ملي شيطان… نور لوستل »