د حکومت شریکان د مسکو ناستې په اړه هم یوه خوله نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): په مسکو کې د سیاستوالو او طالبانو تر منځ د بین الافغاني ډيالوګ نن دویمه ورځ ده، چې د ولس هیلې يې غښتلې کړې خو د حکومت د شریکانو دریځونه د دې موضوع په اړه هم یو نه دی.

محمد اشرف غني تر غونډې وړاندې هم مخالفت ښوودلی و او د غونډې په جریان کې هم په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې دا غونډه ګټه نه لري، ګډونوال يې ان د ګډون او استازیتوب حق نه لري، هغه پر خپل ځانګړي اندازه چیغه وکړه، د سولې پروسه باید د حکومت پر مالکیت وي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله بیا تر غونډې وړاندې هم ویلي و، چې مسکو کې له طالبانو سره د سیاستوالو خبرې اترې د هغوی حق دی او باید خپل نظرونه ورسره شریک کړي.

هغه تېره دوشنبه د وزیرانو شورا ناسته کې ومنله، چې د دوی له کمزورۍ او واحد دریځ نه درلودو له امله «تبلیغاتي میدان طالبانو ګټلی دی.»

تازه د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال امید میثم وايي د سیمې او نړۍ په کچه د سولې هڅې زیاتې شوې او دوی ورته هیله‌من دي.

هغه ازادي راډيو ته ویلي، «هیله ده دغه هڅې تر هغه وخته دوام وکړي چې افغانستان یوې تلپاتي سولې ته ورسېږي.»

د مسکو دوه ورځنۍ ناسته کې محمد حنیف اتمر چې له د ګډ حکومت پر دویمه ورځ يې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، ومنله چې بهرني ځواکونه باید ووځي.

د شنونکو په باور د طالبانو د واحد، غښتلي او ټول‌شموله دریځ پر وړاندې د غونډې ګډونوالو ته د مخالفت پلمه په ګوتو نه ده ورغلې او په ډېر ابتکار د غونډې جریان د طالبانو تر واک لاندې ښکاري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داسی ښکاری چی د آخری امرياکايی يرغلګر د تيښتی د مخه به لا دا شوړيدلی دولت ته څوک نه وی ورپاته ، رولا به دايره وهی او غنی به د غم په چيغو ليونۍ اتڼ ورته کوی .
غنيګيه ! اوس هم د خپل خالق زور نه منی ، غرق شی .