نظــر

د مسکو غونډه، طالبانو یو بل ګام واخیست

قاری حبیب

پرون د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ په پنځمه د روسیې په پایتخت مسکو کې د طالبانو او مقابل اړخ سیاستوالو، د ګوندونو استازو او سیاسي فعالانو تر منځ لویه غونډه ترسره شوه. د حامد کرزي په  مشرۍ د کابل د حکومت نږدې ټول  هغه چارواکي چې اوس په حکومت کې دنده نه لري، ماسکو ته لاړل تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. د طالبانو په شاوخوا د دومره لوی شمیر سیاستوالو راټولیدل، کومه ساده خبره نه ده. د افغانستان په کشاله کې د ښکیلو داخلي اړخونو د بانفوذه اشخاصو دغه را ټولیدنه او له طالبانو سره د مثبت تفاهم په فضاء کې د خبرو میز ته کیناستل، ثابتوي چې طالبان له خورا پیاوړي دریځ سره د بین الافغاني تفاهم ډګر ته کوزیږي.

د ماسکو غونډې بیلابیل اړخونه درلودل، له مختلفو زاویو پرې تبصره کیدای شي چې دلته یې په لنډو ارزوو او په پایلو او دلالتونو یې رڼا اچوو.

ــ د ماسکو غونډه په ډير مهم وخت کې وشوه، له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات روان دي، امریکایانو له افغانستانه د وتلو اراده څرګنده کړې او له طالبانو سره د انخلاء د  پروسې په چوکاټ جوړولو بوخت دي، د روانې میلادي میاشتې په ۲۵ مه د طالب + امریکا د مذاکراتو بل پړاو پيلیږي تر څو د عسکرو د وتلو زماني نقشه نهایي کړي. دې ته په پام سره د افغان اولس او داخلي سیاسي جهاتو په وړاندې تر ټولو لویه پوښتنه دا وه چې وروسته به څه کیږي؟ آیا طالبان به له داخلي اړخونو سره خبرو ته کیني؟ دا هغه بنیادي سوالونه وو چې ډیری هیوادوال یې ځواب ته لیواله وو. په دې خاص زماني مقطع کې د طالبانو لخوا د ماسکو د کانفرانس په شان په یوه لوی کانفرانس کې ګډون، له اشغال وروسته د خپلې تګلارې بیانول او د بیلابیلو پوښتنو ځواب،  هغه څه دي چې د راتلونکې په اړه ابهام له منځه وړي، په دې اساس د ماسکو کانفرانس په خپل وخت او د مقتضی الحال مطابق و.

ــ د ځای په لحاظ د ماسکو کانفرانس د ژور تأمل وړ دی، ماسکو د روسیې پایخت دی هغه روسیه چې زموږ هیوادوال ورسره د دښمنۍ تر حده کینه لري. له همدې امله خو د ماسکو د کانفرانس په ګډونوالو له دې اړخ نقدونه وشول او په اجتماعي رسنیو کې ځینو خلکو د کانفرانس په موقعیت اعتراض درلود. خو خبره دومره ساده هم نه ده. سره له دې چې د ماسکو غونډه د روسیې د حکومت له خوا نه وه رابلل شوې چې په دې اړه د روسیې خارجه وزارت رسمي وضاحت هم خپور کړ، بلکې د ماسکو میشتو افغانانو رابللې وه. خو په هر حال دغه غونډه د روسیې د حکومت له کونسلي او تخنیکي همکارۍ پرته کیدونکې نه وه او تر یوه حده یې سیاسي او تبلیغاتي کریډټ هم د روسیې حکومت یووړ.

البته که په لوی تصویر کې یې وارزوو، له امریکا سره د تودو مذاکراتو او مسلسل ډیپلوماتیک تعامل وروسته د داسې غونډې لپاره د روسیې انتخاب ثابتوي چې طالبان په اړیکو کې د نړیوالو قدرتونو تر منځ بیلانس په پام کې لري او غواړي زبرځواکونه د یوبل په وړاندې په تعادل کې وساتي. راتلونکی افغانستان همداسې یو تعادل ته ضرورت لري، له امریکا سره د مسلسل سیاسي تعامل سربیره په ابوظبۍ کې د سعودي، اماراتو، امریکا او پاکستان په ګډون له غونډې وروسته ځینو سیاسي څارونکو په طالبانو نقد کاوه چې د روسیې، چین او ایران په شان د منطقوي ځواکونو سره اړیکې یې ګواښمنې کړي دي. خو دې وروستي کانفرانس وښوده چې طالبان دغه تعادل ته په ارزښت قائل دي.

ــ که د غونډې په محتوی نظر وځغلوو، نو د ماسکو کانفرانس د طالبانو لپاره له یوې ډیپلوماتیکي ــ تبلیغاتي کودتا کم نه شي بلل کیدای. طالبان چې رسنیو تر پرونه د پردیو ایجنټان او د افغانستان دښمنان بلل، د ماسکو په غونډې کې د افغانانو تر منځ د ملي محور په رول کې را څرګند شول. د افغانستان په مسئله کې ذیدخله نږدې ټول اړخونه یې په داسې ډول په ځان راټول کړل چې د غونډې په پای کې یې ټولو ګډونوالو له مجلس څخه خوښي او قناعت څرګنداوه.

ــ  په ماسکو غونډې سره طالبانو د خپلو هغو ټولو مخالفینو خولې ورپټې کړې چې طالبان یې په افغانستان کې د راتلونکو جګړو د عامل په حیث معرفي کول. طالبانو په خپله بیانیه کې څرګنده کړه چې په داخلي جوړجاړي باور لري او د هیواد او اولس ګټو، سولې، عادلانه اسلامي نظام، د افغانستان پرمختګ او د اولس سوکالۍ ته تعهد لري.

ــ د ماسکو د کانفرانس په واسطه د کابل اداره تر بل هر وخت منزوي شوه، طالبانو لکه څنګه یې چې په منطقوي سطحه د کابل اداره انزوا ته ټېل وهلې او د ټولو سیمه ییزو هیوادونو اعتماد یې خپل کړی، دا ځل یې په داخلي کچه هم د ارګ د واکمنو شاوخوا تخلیه او له بدې انزوا سره یې مخامخ کړل. اشرف غني له طلوع نیوز سره په مرکه کې د ماسکو د کانفرانس په ټولو ګډونوالو توند نقدونه وکړل او په دې ډول یې د افغانستان د سیاست له یوې لویې کتلې سره ځان په تصادف او تقابل کې واچاوه. د ماسکو د سترې افغان شموله غونډې په وړاندې د اشرف غني موقف د نوموړي لپاره بد عواقب درلودلی شي، دې مخالفت اشرف غني د افغان اولس د سترې ارمان ( سولې) د مخالف په حیث معرفي کړ.

ــ که څه هم د ماسکو د کانفرانس ځینې حواشي د نقد وړ ول، د غونډې د ځای په شان په اجتماعي رسنیو کې دګډونوالو په ترکیب او دا چې ګډونوالو تر پرونه یو بل وژل او نن په یوه میز ناست دي، دې ته ورته ګڼ شمیر احساساتي نقدونه وشول، خو که د واقعیت له زاویې ورته وګورو له کوچنیو حاشیو پرته دغه غونډه یو مثبت پرمختګ و، په خاص ډول طالبانو د امریکا په وړاندې له پوځي بریا او له واشنګټن سره د مذاکراتو د هیله بښونکي بهیر نه وروسته یو بل اساسي ګام هم پر مخ واخیست.د دومره ګڼ شمیر سیاستوالو راټولول او بیا په لومړي ځل رغنده مذاکرات له شک پرته  لویه سیاسي لاسته راوړنه بلل کیدای شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دامریکا متفکراودافغانستان جاهل اشرفغنی :- الله زموږسره وعده کړی ده:- وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۵﴾البقره معنی:اوزیرۍ ورکه هغوخلکوته چه ایمان یی راوړۍ دۍ اونیک عملونه یی کړی دی چه بیشکه دهغوی دپاره باغونه دی بهیږی به ترهغی لاندی نهرونه کله چه ورکړۍ شی هغوی ته له هغی نه څه میوه دخوراک دپاره نووبه وایی چه داخوهم هغه ده چه راکړه سوی وه لدی نه وړاندی اووربه کړۍ شی میوه پشان… نور لوستل »

محمود افغان

له اوږدې خونړۍ نظامي مبارزې وروسته طالبان په نړۍ واله سطحه هغه وخت د یو ستر نظامي او سیاسي ځواک په حیث د سکرین پر مخ را وټوکېدل چې امریکایان ډیالوک ته مجبور او له طالبانو سره يې خبري پیل کړي .
خو طالبانو ته نور کار کول لا ګوري ، د سیاسي قوت د حصول او د نړۍ وال رقابتو د توازن لپاره زما په آند که یو داسي افغان شموله کنفرانس په چین کې هم جوړ سي ، په سیاسي لحاظ به امریکا نور هم تر فشار لاندي شي .

حماد

په مسکو کې طالبان له هغه څیرو او اشخاصو سره ناسته لرله چې دوي یې پر ضد جهاد اعلان کړی وو او د طالبانو د تحریک سبب ددغه څیرو عملونه بلل شوي وو چې دوي به ورته هغه مهال شر و فساد ویل. داچه طالبان غواړې یوازې د خپل ۷ کلن اقتدار د وخت نواقص اصلاح کړې او دا تیر ۱۸ کاله چې یې نیم په نیمه بې مورده غیر شرعي او غیر انساني کړنې کړې دې پر دې پرده وغوړوي نو دا کار د طالبانو تازه سرټمبګې ده. د طالبانو وروستنیو سیاسي هلو ځلو که له یوې خوا د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x