افغانستان

طالبان: د مسکو ناستې د «کابل رژیم» یوازیتوب نړۍ ته په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ او نن په مسکو کې طالب پلاوی له شاوخوا ۵۰ تنو افغان سیاستوالو سره په مسکو کې د نظرونو پر شریکولو بوخت و، چې دا د بین الافغاني ډایلوګ پیل او د خپل ډول لومړنۍ هڅه بلل شوې ده.

د دې غونډې په اړه هم د حکومت دریځ یو نه دی، اجراییه ریاست يې په اړه مثبتې څرګندونې لري خو محمد اشرف غني يې د غوسې تر بریده رسولی دی.

واشنګټن پوسټ امریکايۍ ورځپاڼې دا غونډه د غني پر حکومت ګوزار بللی او ویلي يې دي، په داسې غونډو کې نه ګډون به يې نور هم ګوښې ته کړي.

طالبانو «د ورځې خبره» تر سرلیک لاندې خپره کړې تبصره کې ویلي، دې غونډې د «کابل ادارې» یوازيتوب نړۍ ته په ډاګه کړ.

د تبصرې له مخې دې غونډې د محمد اشرف غني پر «عقل» ګوزار کړی دی او د هغه په ګډون يې ویاند هم «ماشومانه څرګندونو» ته اړ کړي دي.

«د کابل له یوې تلویزوني رسنۍ سره د اشرف غني خبري او ویاند یې پرخپله پاڼه چې کومي ماشومانه څرګندوني کړي؛ له ورایه بریښي چې هغوی اوس د هر ډول تعقل شعور له لاسه ورکړی.»

تبصره زیاتوي د دوی له وړاندې کړې طرحې سره یوازې محدوده کړۍ چې «شخصي ګټې» يې ګواښل کېږي، خو نور يې ۹۸ سلنه وګړي پلویتوب کوي.

طالب پلاوي له رسنیو سره په خبرو کې هم ټینګار وکړ چې راتلونکي کې د واک انحصار نه غواړي، په مشوره به اسلامي نظام حاکموي او دا نظام به ټول‌شموله وي.

د طالب پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي د نظامي ځواکونو په اړه له نن ټکی اسیا سره د نوموړي د مرکې له امله پیدا شوی «سو‌ءتفاهم» هم لرې کړ او ويې ویل د امریکايي ګټو لپاره به د دې ځواکونو «مېشن» پای ته ورسېږي او له اسلامي امارت سره یو ځای به د ژورو اصلاحاتو په پایله کې له هېواده دفاع کوي.

د طالبانو د تبصرې له مخې «د مسکو غونډې کې د بې شمېره افغان سیاسیونو ګډون وښودله چې د کابل رژیم څومره تنها او څومره د انزوا په حالت کي دی؟؟»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

پخپل عقل غرور انسان درټـــــل شوي شیطان په لاره برابره وي
اشرف غني هم داخاصیت درلود څوورځې مخکې یې هم یوې غونډې ته دوینا په مهال وویل (خوددغو ماغزو په خاطر تاسو رایه رکړه)

لونګ

له کمونیستانو سره غونډه کول به څه تر لاسه کړی. یو وار بیا همغو روسانو ته عزر و زاری کول به څه ګټه ورسوي؟ د مکی مکرمی د امامانو دعوت مو قبول نکړ خو مسکو ته #####

khan

Da maki imaaman ham mutasifaana da muhammad bin salman da las landi di ka na haghoi la mong na 100 wari der hokhyaar di mong ta di sulha rawali au la di kal murgh na mo di khlas ki khudai waki chi Tal aviv ta pasi warshi be tfawata da
Trump ye ra samlawalai da noor tasi ghariban la inteqaad na baghair kawalai Sa shai?

Karwan

کمونستانو ته خو ستا کمونست او يهود غني لوړي، لوړي چوکي ورګړي دي ، په دي کي ځه وائي لونګ خان دالري. کاروان

پتنګ

غني او ملګرې یې رټلې شول او خپل سیاسي قیمت یې په ملي او بینالمللي کچه له لاسه ورکه او يواځې پاتې شول !

غوربندي

لونګ صاب
ته خو لکه کچر ګدوډ لګيا يي

غمی،پښتین

لونګ صاحب.
اتلس کاله جنګ ورسته طالیبان حق لری چه مسکو کی له تنک ټکور څخه هم خوند واخلی.ستړی ستومانی سره ټنک ټتکور مرسته کوی.
مکه مکرمه څه کوی؟

جميل

شاباش طالبانو ، آفرين دی ستاسو پر استقامت او کلک عزم شی ، بيله شکه چی تاسو د خپل خالق الله(ج) د رضا لپاره خپل نفس او شيطان تر پښو لاندی کړی ، که همداسی اوسی چی ياست تل تر تله به بريالی ياست
ان شاءالله

مجاهد

لونګ جانه ! دا سمه ده چه په ۷۰ کسیز افغانی پلاوی کی د اتمر، تهاڼی او کرزی په ګډون مونږ هم خوشاله نه یو. مګر د اخوانیانو خیانت او ورور وژنه تر کمونستانو که زیاته نه وه کمه هم نه وه. مګر په ۷۰ کسانو کی دری کسان یعنی څه د پاسه څلور سلنه یی کمونستان او که د کمونست غنی سره یی خبری کولی دا معنی چه سل سلنه کمونست اړخ سره به یی خبری کولی. کمونست غنی هم کمونست او هم سکولریست دی. طالبانو روسانو ته ددی کنفرانسو د جوړولو د پاره زاری نه دی کړی دا… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x