
نیوزېلنډ؛ هند لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ له پنځه یو ورځنۍ سیالیو وروسته د شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه نن د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه چې په کې نیوزېلنډ هند ته تاریخي ماتې ورکړه.
هند لوبډلې په لومړي وار په شل اوریزو سیالیو کې د زیاتو «۸۰» منډو په توپير ماتې وخوړه، له دې وړاندې یې په ۴۹ منډو له استرالیا او په ۴۷ منډو له نیوزیلنډ څخه ماتې خوړلې وه، دا د هند لوبډلې په شل اوریزو سیالیو تاریخ کې تر ټولو ستره ماتې ده.
New Zealand send India to their biggest T20I defeat!
The visitors are bowled out for 139 in Wellington after Tim Seifert's 84 helped set up a crushing 80 run win for the Blackcaps!#NZviND scorecard ➡️ https://t.co/TTixTOEQaM pic.twitter.com/W8gh3ufYlg
— ICC (@ICC) February 6, 2019
دغه لوبه چې لومړی د نیوزیلنډ لوبډلې توپوهنه وکړه په ټولو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو «۲۱۹» منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ټيم سیفرټ په ۴۳ توپونو چټکې ۸۴ منډې جوړې کړې، نوموړي ۶ شپږیزې او ۷ څلوریزې هم ووهلې.
په ځواب کې د هند لوبډله له سختې ماتې سره مخ شوه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې په ۱۹.۲ اورونو کې د ایم ایس دهوني زیاتو ۳۹ منډو په مرسته ټولې «۱۳۹» منډې جوړې کړې، چې د ۸۰ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه.
له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو سیریز ترسره شو، که دغه سیالۍ هند لوبډلې په ۴-۱ وګټلې خو نیوزیلنډ لوبډله توانېدلې وه په یوه لوبه کې د هند ټوله لوبډله یوازې په ۹۲ منډو وسوځوي، ددوی ترمنځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ په اتم فبروري ترسره شي.