شرعي که وضعي؛ کوم قانون غوره کړو؟

محمد حسان موسی

قوانین د ژوند یا نظام تګلاره په مختلفو ټولنو کې په مختلف ډول ده، هر چا په خپله خوښه د ځان له پاره قانون جوړ کړی، کورنی قانون، ټولنیز قانون، اقتصادي قانون، سیاسي قانون، کلتوري قانون، علمي قانون او همداسې نور ډول ډول قوانین په اوسني معاصر وخت تر سترګو کیږي.

خو زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده باید یو مسلمان له هر څه وړاندې خپل قوانین وپیژني او په ژوند کې یې عملي کړي، که قانون ته په لویه کچه تظر وکړو نو دوه ډوله لري، یو شرعي قانون او بل وضعي قانون دی.

وضعي قانون د انسان په فکر او اجتهاد بنا دی، دا قانون چې د انساني ژوند په معاصرو کړو وړو او په ځانګړي ډول په فرعي امورو را څرخي او انسان ځان او ټولنې ته د خیر او ګټې د رسولو په اړه یې جوړوي پلی کوي، د دې یوه نمونه لکه په حکومت کې ترافیکي نظام او نښې دي، که په کومه څلور لارې کې که ترافیکي ګروپ یا چراغ سور رنګی شي موټروان موټء دروي او وړاندې حرکت نه کوي، خو که چرته دا چراغ شین رنګ غوره کړي بیا موټروان وړاندې ځي او د خطر او ګواښ ویره نه ویني، دا قانون د انسان په فکر او اجتهاد بنا دی، د دې په بدلولو کې کومه ستونزه نشته که چراغ د شین کېدلو په وخت کې باید موټران ودریږي او د سور رنګ په غوره کولو سره حرکت وکړي او وړاندې ولاړ شي، کومه ستونزه نه لري، دا وضعي قانون دی او بدلون یې کومه ګواښ نه لري.

له شرعي قانون مراد هغه قانون دی چې د الله تعالی له خوا خپلو بنده ګانو ته د اسوده او پاک ژوند د تېرولو، د پوره عدل سره را استولی او ورڅخه یې د عملي او نافذولو غوښتنه هم کړې، هر چاته په کې پوره حقوق ورکړل شوي، پاچا، غلام، امیر او فقیر ټول تر یو قانون لاندې دي، تور پر سپین، سپین پر تور هېڅ برتري نه لري، له دې قانون څخه د سرغړاوي کوونکو له پاره یې د سزا وعید ورکړی.

شرعي قانون کې د بدلون له پاره هیڅ ځای نشته، د دې نمونه داسې ده چې الله تعالی د ټولنې د سالم ساتلو له پاره قوانین او حدود نازل کړي چې یو یې له غله لاس پرېکول دي، الله تعالی په سورت المائدة ۳۸ نمبر ایت کې فرمایي:

ژباړه: د غل سړي او د غلې ښځې د دواړو لاسونه غوڅ کړئ، ځکه دا د هغه عمل سزا ده چې دوی کړی او بې شکه الله غالب او د حکمت والا دی.

د بخاري شریف په یو حدیث کې راغلي چې د مخزوم قبیلې د سردار لور غلا کړې وه، د سفارش په اړه په فکر کې وو خو چا په رسول الله صلی الله علیه وسلم جرأت نه شو کولی، نو اسامه بن زید چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر ګران و د سفارش په توګه ور واستاوه، اسامه چې په هغه وخت کې کوچنی و د سردار د لور سفارش یادونه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وکړه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخ مبارک رنګ تغیر شو او وویل: آیا د الله په حدودو کې سفارش کوئ، بې شکه له تاسو وړاندې هم ډېر قومونه په دې وجه هلاک شوي چې عزتمند او پیاوړي به غلا وکړه پرېښودل کېده به او کمزوري چې به غلا وکړه حد به پرې نافذ کېده، که فاطمه چې د محمد لور ده غلا وکړي نو محمد به یې لاس ور غوڅ کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه مخزومۍ ښځه حد جاري او لاس یې ترې غوڅ کړ.

که چرته یو انسان غلا وکړه، محکمې ته وړاندې شو او د دې پر ځای چې لاس ورځنې پرې کړي د څو میاشتو- کال د زنداني کیدلو او  یا بله کومه پرېکړه یې پرې وکړه، د دې مانا دا چې د الله تعالی د فیصلې پر وړاندې ورته خپله فیصله ارزښتناکه او ګټوره ښکاره شوه، قاضي او هر هغه څوک چې په دې فیصله خوښ او راضي شو کافر کیږي، ابن باز رحمه الله فرمایي: که یو چا وویل چې د طاغوت او ظالمانو واک او پرېکړې ښه دي نو دا مرتد شو، د ده کفر تر ټولو لوی کفر، ظلم یې تر ټولو لوی ظلم او فسق یې تر ټولو لوی فسق دی.

د الله له قانون پرته بل هېڅ سالم او پوره قانون نشته، خو د دې قانون نه نافذونکو په اړه الله تعالی په سورت المائدة ۴۴ نمبر آیت کې فرمایي: (وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ).

ژباړه: که چا په هغه څه پرېکړه وکړه چې د الله له خوا نه دي نازل شوي نو بې شکه دوی کافران دي.

د همدې سورت په ۴۵ نمبر آیت کې بیا فرمایي:

ژباړه: که چا په هغه څه پرېکړه وکړه چې د الله له خوا نه دي نازل شوي نو بې شکه دوی ظالمان دي.

بیا د همدې سورت په ۴۷ نمبر آیت کې د دوی په اړه بیا فرمایي:

ژباړه: که چا په هغه څه پرېکړه وکړه چې د الله له خوا نه دي نازل شوي نو بې شکه دوی فاسقان دي.

مسلمان باید د ژوند ټولې چارې د شریعت الهي او د الله په قانون سره حل کړي، الله تعالی په سورت المائده ۴۹ نمبر ایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي:

ژباړه: او پرېکړه کوه د دوی په منځ کې په هغه څه چې الله تعالی نازل کړي او د دوی د خواهشاتو او غوښتنو متابعت مه کوه او هغوي وویروه چې تا ونه ګرځوي له هغه څه نه چې الله تاته نازل کړي، نو که وګرځېدل دوی نو پوه شه چې بې شکه الله اراده لري چې دوی د خپلو ګناهونو په وجه په سزا ورسوي او بې شکه ډېر له خلکو فاسقان دي.

ننۍ لویدیځې نړۍ اسلام له دقیقې مطالعې وروسته اسلامي نړۍ ته د شرعي قانون پر ځای وضعي قانون را منځته کړی، مسلمانان یې له اسلامي احکامو غافل کړي، کله هم چې په قاتل د قصاص پرېکړه کیږي دوی د خپلې میډیا په واسطه په ټوله نړۍ کې ډنډوره خپره کړي چې دا ظلم دی باید مخه یې ونیول شي، که له غله لاس پرې کیږي هم دوی چغې وهي ولې چې دوی د اسلامي قانون د نتفیذ برداشت نه لري، فکر کوي که دوی اسلامي تشریعات نافذ کړل دوی به یو وار بیا د تېر په څېر د عزت او خپلواکۍ لوړو څوکو ته پورته شي.

له دې امله دوی غواړي چې په هېڅ یو هېواد کې دې شرعي قانون نه وي او پر ځای یې د دوی فاسد، ناقص او بې ارزښته قانون وي، خپل ګوډاګیان په اسلامي هېوادونو حاکمان کوي او مسلمانانو ته دعوت ورکوي تر څو ورسره وضعي قوانین ومني، هره پرېکړه د دوی د وضعي قانون تر چتر لاندې او د دوی په خوښه ترسره شي، خو که قانون د دوی په خوښه نه وي بیا قانون بدل او پر ځای یې بله ماده په کې ځای کوي، لکه په سترګو مو چې ولیدل.

ټولو هغو ته چې پاچا، ولسمشر، امیر او مشر بلل کیږي؛ باید د الله لخوا نازل شوی شریعت او قانون نافذ او  ساتونکی یې پاتې شي، عام خلک هم باید د دې قانون د نافدولو هڅه وکړي، داسې قاضیان د قضا په منصب وګوماري چې په شرعي قانون خپلې پرېکړې وکړي، هېڅ یو قاضي او یا حاکم له پاره روا نه ده چې د شرعي قانون په شتون کې په وضعي قوانینو پرېکړه وکړي، باید شرعي قانون په خپل ځان او بیا په ټولنه کې رواج کړي، تر څو مو ټولنه د اسلام په رنګ ملونه او ښایسته شي، لومړی د خپل ځان او بیا د نورو له پاره د دې پاک قانون د نافذولو غوښتونکی یم.

avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عزیزالله شمشېروال
میلمه
عزیزالله شمشېروال

الله عزوجل دي په ټول نړۍ کي اسلامي نظام او قانون راولي.
بېله د الله عزوجل د احکاماتو د پلي کېدا څخه د مومنانو د ژوند خیر او برکت نسته!

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

محمد حسان موسی وروره! پدې کی شک نسته چي د اسلامی قوانینو اِعمال په مسلمانو پرګنو کی ډېری مثبتی اغیزی درلودای شی خصوصاً په اخلاقی او اقتصادی او ټولنیزو برخو کی خو ستونزه پدې کی ده چي نن سبا زموږ په ټولنه داسی کوم فقیه او عالم نسته چي اسلامی قوانین تشریح او تدوین کی حتی داسی مذهبی اقتصاد پوه نلرو چي د ټولنی پر اقتصادی وضعی د ربا او سود د منفی اغیزو د تشریح او توضیح توان ولری البته د طالبانو په صف کی خو اصلاً په اقتصادی او ټولنیرو او سیاسی چارو پوه کسان نشته. امّا ستاسی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

غلام حضرته !
كه لام ليرى هم شى او يوازى غ وليكى د تبصرو دى له ورايه شكارى چى غلام حضرت يى ، غلا پريژده يوازى م حضرت وليكه ، مزدور تر غلام بهتره دى .

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

غ. حضرت صاحب.سلامونه.
افرین .الله ج د اجر درکړی.زه هم شکمن وم چه دا دومره وخت ما څرنګه ندی لوستلی چه رسول الله ص په وخت کی د ښځی لاس پری کړل شو،
دومره درواغ لیکل خو ظلم دی.ګیله به نه کوو اخر وخت دی.
یقینا ولس پوره عالیم ته ضرورت لری .دا عالیمان به له کومه کوو؟

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

جمیله وروره! عجله ښه کار ندی، څه چي ولیکې نو دوه درې ځلی ئې ولوله چي انشاء ئې سمه او صحیح وی بیا ئې د لېږد غوټه ور تخته که البته د نور تفکر او تعقل توصیه نه درته لرم چي څه باید ولیکې فقط هیله می داده چي سم ئې لیکه.
ماته غلامی او مزدوری دواړه یو ستر ویاړ دی خو پدې سِرّ او راز دی نه شریکوم چي د چا مزدوری؟

حماد
میلمه
حماد

هغه وضعي قوانین چې له الهې قوانینو سره په تضاد کې نه نوې او دقرآن و حدیث په رڼا کې وضع شوې وې هغه هم د اجتهاد په درجه کې دې او غیر اسلامې نشې ګڼل کیدلی.
په افغانستان کې د قوانینو د نه شتون خبره نه نشته بلکه خبره قوانینو ته د احترام ده په سیاسي پریکړو او عملونو کې هیڅ کله هیڅ ډلې شرعي حدود نه دې مراعت کړې بلکه د قتل او قتال په حساسه موضوع کې هم له خیټالوجي فتوا اخلې