اوس به د واټساپ په څېر فیسبوک کې هم لیږل شوی پیغام حذفیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک تېر کال اعلان کړی و چې د واټساپ په څېر به په فیسبوک کې هم د استول شوي پیغام حذفولو ځانګړتیا وړاندې کړي.

تېره ورځ د فیسبوک چارواکو وویل چې دوی په میسنجر کې د پیغامو حذفولو (Unsend) تڼۍ زیاته کړه، چې ورسره به موصول شوی پیغام له هغه کس څخه حذف شي.

دغه ځانګړتیا لومړی د فیسبوک شرکت سره تړلې رسنۍ واټساپ درلوده، چې اوس د فیسبوک چارواکي وتوانېدل دغه ځانګړتیا په میسنجر اپلیکیشن کې هم زیاته کړي.

که غواړئ چې لیږل شوی پیغام مو له ملګري څخه حذف کړئ، ددې لپاره به پر هماغه پیغام ګوته زور ونیسئ او بیا به په «remove» ګوته کیکاږئ، چې درنه به وغواړي «د ټولو نه یې حذفوئ او که په محدود ډول»، هره تڼۍ مو خوښوي هغه کیکاږئ پیغام به له موصول شوي کس څخه حذف شي.

باید په پام کې ولرئ چې پیغام له لیږلو وروسته په لسو دقیقو کې د موصول شوي کس څخه حذف کولی شئ، که له لسو دقیقو پرې وخت واوښت بیا یې حذفول ناشونې دي.

د فیسبوک شرکت دغه ځانګړتیا له نن ورځې څخه وړاندې کړې ده، چې سوکه سوکه به د هر انډرایډ یا ایفون استعمالونکي مبایل کې زیاته شي، ددې لپاره د میسنجر اپلیکیشن اپډيټ او یا هم څه موده انتظار وکړئ.

یاده دې وي چې دغه ځانګړتیا لومړی د فیسبوک تر ملکیت لاندې اپلیکیشن واټساپ په ۲۰۱۷م کال کې وړاندې کړې وه، چې په مرسته یې لیږل شوی پیغام تر یوې محدودې مودې پورې حذفول کیږي، همدا ډول د فیسبوک ملکیت لرونکی اپلیکیشن انسټګرام هم یاده ځانګړتیا لري.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د