افغانستان

طالبان: امريکا تر راتلونکي اپرېله خپل نيم سرتيري باسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او افغان سياستوالو د ناستې په ترڅ کې د طالبانو د پلاوي مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ار ای اې خبري اژانس ته ويلي، چې امریکا ډيپلوماټانو  ورسره ژمنه کړې، چې تر راتلونکي اپرېل مياشت پورې به خپل نيم سرتيري له افغانستانه وباسي.

د طالبانو دغه استازي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو لپاره خبرې روانې دي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ويلي، چې  د افغانستان اوږدمهاله جګړه د امريکا په زيان ده او بايد پای ته ورسول شي.

خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني  د امريکايي  ولسمشر په نوم لېږل شوي ليک کې  له هغه غوښتي، چې امريکايي پوځيانو د ويستلو پرېکړه بېرته واخلي  او په مقابل کې  يې د مصارفو په کمولو فکر وکړي.

د امریکا مشرانو جرګې غړو هم د ټرمپ له پرېکړې سره مخالفت کړی او ټينګار يې کړی، چې امريکايي پوځيان بايد يو دم له افغانستانه راونه وځي.

خو ولسمشر ټرمپ پر خپلې خبرې  ټينګار کوي او وايي،  چې د افغانستان او منځني ختيځ جګړې له مالي او ځاني پلوه د امریکا په زيان دي او زياته کړې يې ده، چې «ستر ملتونه بې پايلې  جګړې نه غواړي.»

ټرمپ نن د کانګريس غونډې ته هم ويلي، که له طالبانو سره روانې خبرې بريالۍ شي، له افغانستانه به خپل عسکر وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا خبری غنيګک ته مه کوی ځان به په دار کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x