
د مسکو غونډې ګډونوال: د طالبانو دريځ ډېر پیاوړی دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د مسکو د سولې بین الافغاني غونډه چې څو شیبې وړاندې پای ته ورسیده.
د دې غونډې تر پای ته رسیدو وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د سیاسي پلاوي مشر ښاغلي عباس ستانکزي له رسنیو سره د خبرو پر مهال د غونډې څخه خوښي څرګنده کړه او د غونډې په پای کې صادره شوی پریکړه لیک د سولې او ټیکاو لپاره مهم وباله.
همدارنګه د غونډې نور ازاد ګډونوال د غونډې له جریان او د یو وبل له نظریاتو څخه راضي او ډېر خوښ بریښېدل، چې په ډېره ښه توګه او سړه سینه د مخالفو لورو ترمنځ نظرونه تبادله شول.
د غونډې یوه تن ګډونوال او د هیواد د سترې روحاني او تصوفي کورنۍ غړي احمد امین جان اغا مجددي د نن ټکي اسیا همکار ته د غونډې له تالاره وویل : په غونډه کې د طالبانو موقف او دريځ خورا لوړ او د غونډې د ټولو ګډونوالو د توجه او پام وړ و ، چې د سولې پروسې ښه پیلامه کیدای شي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې د هیواد د ښې راتلونکي او د بهرنیانو له وتلو وروسته سوله يېزه افغانستان او په دې اړه د طالبانو موقف او طرحه د دوی او ټول ولس لپاره د منلو وړ ده.
د غونډی عکس کی ټول بوډاګان ښکاری.ټول تقاعد شوی .لکه کرزی،ستانکزی ،فکر نه کوم دا کسان کوم پسرلی افغانستان ته راوالی.
بیا هم د لینین او پوتین ملاقات یی وکړ،او داسی د کار کومه فیصله په کی ونه شوه.
الله د سوله راولي!
کيسه ختمه شوه ، غنی دی باد ته ورکوی .
سوله زمونژ آرمان دی چی په هرقیمت اوقربانی وی باید دواره طرفونه ورته احترام کیژدی اونوردغه ولس ته آرامتیا اوسوکالی ورپه برخه کری