امريکايي کارپوه: د نظامي ځواک ناکامۍ ټرمپ طالبانو سره خبرو ته اړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): امريکايي کارپوه او د افغانستان د چارو څارونکي مايکل کوګلمين وايي، چې د طالبانو جګړو د امریکا پوځي ځواک ناکامۍ ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو ته اړ کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې د ولسمشر ټرمپ د هغې ادعا په غبرګون کې کړي، چې تېره ورځ يې د کانګريس کلنۍ غونډې ته په خپلې وينا کې ويلي و، د بمباريو  او نظامي فشارونو په پایله کې يې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي دي.

خو ښاغلي  ګوګلمين  د ټرمپ دغه ادعا رد کړې او زياتوي، چې امریکا خپلې ټولې هڅې وکړې، چې طالبانو سره خبرو ته حاضر  نه شي، خو د پوځي ځواک د ناکامۍ له امله يې خپله پرېکړه بدله کړه او د روان  بحران د پای ته رسولو په موخه يې له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړې.

دغه امريکايي کارپوه وايي، چې طالبانو له امریکا او د سيمې له  ټولو هېوادونو سره داسې اړيکې او مذاکرات پيل کړي، چې افغان حکومت يې  څنډې ته کړی دی.

کارپوهان وايي، چې طالبانو د امریکا په ګډون د سيمې ټول هېوادونه په خپل دريځ او تګلارې قایل کړي، چې دوی له هېواده بهر کوم پلان نه لري او د امریکايي پوځيانو وتل د افغانستان په ګډون د ټولې سيمې  لپاره اړين دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د