افغانستان

د بهرنیانو د وتلو لپاره لا هم مهال‌وېش نه دی جوړ شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي له افغانستانه يې د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره لا هم مهال‌وېش نه دی تیار کړی.

د دې وزارت د خپرې کړې اعلاميې له مخې دوی حالاتو ته په کتو پرېکړه کوي، خو تر اوسه لا هم مها‌ل‌وېش نه دی تیار شوی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ مسکو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړي له رسنیو سره خبرو کې وویل چې د روان کال تر اپریل میاشتې به نیمايي امریکايي عسکر افغانستان خوشي کړي.

د طالبانو د پلاوي مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ار ای اې خبري اژانس ته ويلي، چې امریکا ډيپلوماټانو ورسره ژمنه کړې، چې تر راتلونکي اپرېل مياشت پورې به خپل نيم سرتيري له افغانستانه وباسي.

په ورته وخت کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پخپله ټویټر پاڼه ورته څرګندونې کړې دي.

هغه لیکلي تر اوسه يې د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره مهال‌وېش نه دی برابر کړی.

دا په داسې حال کې دی چې محمد اشرف غني د امریکا ملګرتیا سخته اړتیا بللې او پر امریکا يې حتی شک کول ناسم بللي دي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپله کلنۍ وینا کې یو ځل بیا وویل، چې له طالبانو سره یوې موافقې ته له رسېدو وروسته به له افغانستانه ځواکونه وباسي.

هغه وړاندې تر دې هم یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې غواړي دا اوږده جګړه ختمه کړي او خپل عسکر خپلو کورونو ته راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x