افغانستانخبرونه

 اشرف غني: د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو کېدونکي «تشدد» اندېښمن کړي یو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وايي، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په پښتنو باندې کېدونکې تشدد اندېښمن کړی.

د اشرف غني له رسمي فسبوک پاڼې څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو په ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او حتا د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښيي».

اعلامیه وړاندې زیاتوی «سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي».

د نوموړي په اند له سوله ئیزو او مدني فعالانو سره سخت چلند کېږي او که همدا ډول رویه ادامه ومومي سیمې ته به منفي پایلې ولري.

محمد اشرف غني دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې څو ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت په لورلايي نومي سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی «ارمان لوڼی» د پولیسو له لوري ووژل شو چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول او د پاکستان په شمول د نړۍ په سترو ښارونو کې پراخ لاریونونه وشول، په ورته مهال په اسلام اباد کې د کېدونکي لاریون له منځه «۱۷» تنه پولیسو له ځانه سره یوړل چې لا یې هم برخلیک څرګند نه دی.

یاده دې وي چې د بشر د حقوقو یو شمېر فعالانو او د «بښنې نړیوال سازمان» د پاکستان په دولتي ادارو غږ کړی څو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي له بنده ازاد کړي او په وړاندې یې رویه نرمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

غنيگى خو په رشتيا هم لوى مفكر دى ، افغانستان يى ارام كى اوس پاكستان سموى .

لونګ

ولی یی دا اندیښنه مخکی نښوده؟ بله خبره له طالبانو څخه خو ښه دی طالبانو خو لا تر اوس د پښتو ژغورنی په بارده نظر هم ندی ورکړی و نه یی ورکولای شی. طالبان که چیری پدی باره کی اندیښنه وښیی بس سبا به د هغوی شوراګانی په پیشور او کویټی کی نه وي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x