افغانستان

طالبان: مسکوناستې د سولې اصلي دښمن په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): مسکو کې د طالبانو او سیاستوالو تر منځ له دوه ورځنۍ ناستې وروسته، طالبانو ویلي دې ناستې د سولې اصلي دښمن نور هم بربنډ کړ.

طالبانو پخپله اوونیزه تبصره کې چې د دوی رسمي دریځ په ډاګه کوي، ویلي له دې ناستې سره ټول ولس همغږی و او ګڼې هیلې يې ور پورې تړلې خو «یوازینی کس چې زموږ د ځوریدلي اولس د سولې ارمان ته یې په سپکه وکتل، د سولې په فضاء کې یې د جنګ ګواښونه وکړل او د خپلې کم ظرفۍ مظاهره یې وکړه، د کابل د ادارې مشر اشرف غني و.»

د شنونکو په باور دې ناستې محمد اشرف غني د هغو سیاستوالو له ملاتړه هم بې برخې کړ، چې ده راتلونکو ټاکنو کې ور پورې خپلې هیلې غوټې کړې وې.

دې یوازېتوب هغه د ګنګستیا تر بریده رسولی او د طالبانو په قول د «کابل ادارې» مشر پوچو شعارونو ته لاس اچولی.

«په داسې حال کې چې د جګړې اصلي عامل بهرني اشغالګر د تلو په حال کې دې، د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکو په خاص ډول اشرف غني د جنګ شعارونه پیل کړي او پرته له دې چې خپله مدعا او دلیل سره پیوند کړي، پوچو شعارونو، غالمغال، پیغورونو او بدګویۍ ته لاس اچولی.»

ظاهراً له واک سره لېونۍ مینه د محمد اشرف غني د مخالفت علت په ډاګه کېږي، خو طالبان وايي «هغه واکمني چې تر واک لاندې اولس ته یې له ظلم، غصب، فساد، حق تلفي او قسما قسم بدمرغیو پرته بل ارمغان نه دی درلودلی او که هغه بې معنی او تش په نوم اقتدار چې د رژیم د لومړني شخص فرمان یې د ادنی مامورینو لخوا رد کیږي او په میاشتو میاشتو یو والي له دندې نه شي ګوښه کولای.» پر دې نه ارزي چې د ولس د لوی ارمان مخه ونیسي.

په دې ناسته کې چې د هېواد شاوخوا ۵۰ سیاستوال ګډونوال و، داسې کسانو هم د طالبانو د موقف تایید وکړ چې د امریکا د یرغل په پیل کې د هغوی ځکمني عسکر و، چې دې جوړ جاړي سولې ته د رسېدو لپاره د ولس هیلې لا پیاوړې کړې دي.

مسکو غونډه کې ټولو ګډونوالو د بهرنیو ځواکونو وتل منلي او د اسلامي نظام د راتګ هرکلی يې کړی دی.

د طالبانو تبصره په پای کې د محمد اشرف غني چېغې ناڅيزه بللې: «د اشرف غني په شان د جګړه پالو غالمغال باید مهم ونه ګڼل شي، په دې شرائطو کې د دوی دغه وړ اقدام یوازې د سولې په وړاندې د دوی دښمني څرګندوي او دا خبره د اولس او تاریخ په وړاندې روښانوي چې د سولې اصلي دښمن څوک دی؟»

د مسکو ناستې په ګډه خپره کړې اعلامیه کې پر دې هوکړه کړې چې بهرني ځواکونه باید ووځي، راتلونکی نظام باید ټول‌شموله وي، زندانیان باید خوشي شي او په قطر کې د طالبانو دفتر باید په رسميت وپېژندل شي.

دوی همدارنګه يادونه کړې دا ډول بله بین الافغاني غونډه به د قطر په مرکز دوحه کې جوړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

دغو ملي ځاينانو ته په سياستوالو ويلو د پاک زڼو مسلمانو سياستوالو نوم مه بدوئ. دوی او اشرف غني هيڅ فرق نه لري، ټول د ګران افغانستان د پتمنو خلکو دښمنان دي . دغسي غونډو ته «بين الافغاني » غونډي هيڅ نه سي ويل کېدلای. په دې کسانو کي ځيني بېخي ځانونه افغانان نه بولي. په دوی کي يو لاهم له افغانانو څخه هيڅ استازيتوب نه سي کولای. بلکي دا د افغانانو کورني دښمنان دي. افغانان له دوی څخه سخته کرکه کوي. او په خپله افغانان بې چاره ګان خو هيچا پوښتلي نه دي او نه موقع ورکړه سوې ده… نور لوستل »

Karwan

ابوالوفاء وروره ښي چاري، حقيقت دي چه دغه له افغانستان څخه غونډي ته ورغلي کسان اکثرأ خاينان دي. اما چاره څه ده، دا څلوښت کاله په وطن مو جګړه ده او ترځو به دا دوام کوي. طاليبان کوشش کوي چه اشغالګر وباسي، ترڅو دا بمباري او ولسوژني ودريږي. ددي لپاره چه د اتياومو کلونو ګډوډي بيا رامينځ ته نشي نو طاليبان غواړي چه يو اسلامي نظام رامينځ ته شي چه يوځلي خلک ارام تنفس وکړي نو بيا که خير وي هر خاين به قضا او عدالت ته راکش کړل شي. په دي اوسني حساس وخت کي بايد چه سړي دعقل… نور لوستل »

ابوالوفاء

محترم کاروان صاحب السلام عليکم ورحمة الله ! ګرانه وروره په دغو کسانو کي داسي کس (کرزی) سته چي په شيطنت او پدولت کي يې شيطان ته ماته ورکړې ده. هغه د خپل واک په دوره کي د افغانستان له وروڼو قومونو څخه پښتانه د افغانستان د کورنيو او بهرنيو دښمنانو په پښو کي قرباني کړل. او پښتنو ته يې په هيڅ ساحه کي بې له شره هيڅ خير نه دی ور رسېدلی. کوم کسان چي دا اوس هغه پر ځان را ټول کړي دي هغوی هم هر يو ځاني شومي موخي لري (ان که وکولای سي، د افغان او… نور لوستل »

مجاهد

د ماسکو د دوهمی غونډی په اړه ستاسی دا خبره چه ماسکو ته له کابله راغلی افغانان اکثریت د کرزی په شمول د کرزی او حتی د غنی د دوری لوړپوړی او منځپوړی غلامان وو د بن د غلامی تړون له مخی هیواد ته میکپ شوی د امریکایانو په ډولیو ( ټانکو او الوتکو ) کی راوستل شو او د برچی په زور په مظلوم اولس وتبل شول. مګر دا هم مه هیروی چه د نیمی پیړی استعماری قدرتو د ناخوالو ( لوږی او بی سوادیو ) په نتیچه کی یو شمیر خلک ( چه ګډوډیو ته خو شنه زمریان… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x