ګډو ځواکونو میدان وردګو او ننګرهار کې ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): امریکايي ځواکونو د دوی داخلي ملګرو په ملتیا د ننګرهار په لعلپوره او د میدان وردګ په جلګه کې یوه شپه کې درانه ملکي زیانونه اړولي دي.

د میدان وردګو د جلګې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه ګډو ځواکونو د رشید او نازک خېلو په سیمو کې چاپې وهلې، څو کورونه او یوه دیني مدرسه يې بشپړ په بمونو الوزولي دي.

له سیمې يې د مخور عالم مولوي عبدالرحمن په ګډون څلور تنه له ځانو سره وړي دي.

په ورته وخت کې همدا تېره شپه ختیځ ولایت ننګرهار کې هم ګډو ځواکونو د لعلپورې په چکنور او رحمتي سیمو کې څلور ملکي وګړي وژلي او یوه مېرمن يې ټپی کړې ده.

ځايي حکومتي سرچینو د دواړو پېښو په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو طالبانو غبرګې پېښې جنایت بللې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د «جنایت» تر سرلیک لاندې پر خپل ټویټر پاڼه دا تلفات غندلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې حکومت د سولې د روانې خبرو اترو په تړاو په ناندرییز دریځ هم نیوکې ډېرې شوې او د جګړې د ژبغړاندۍ د پړې ګوته ورته نیول شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د