ورزش

افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د ایرلینډ ملي لوبډلې پر وړاندې د ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو لپاره بېلا بېلې لوبډلې اعلان کړې.

د افغانستان او ایرلینډ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب د هند په دهرادون ښار کې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو سیریز ترسره کیږي چې د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه به پېل کیږي.

ایرلینډ لوبډلې وار له مخه د یاد سیریز لپاره لوبډلې اعلان کړي چې اوس افغانستان د هند په بنګلور ښار کې د یو لړ تمریناتو څخه وروسته بېلا بېلې لوبډلې اعلان کړې.

راتلونکو سیالیو او دا ډول د مۍ میاشتې په پای کې د کرېکټ نړیوال جام ته په کتلو کرېکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو لپاره له ټیسټ او شل اوریزو مختلفه او ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه، تر څو دغه لوبغاړي په بشپړ ډول نړیوال جام ته هم چمتو شي.

له ډیرې مودې وروسته یو وار بیا لوبډلې ته راتلونکي لوبغاړي، ټپي شوي دولت ځدران او وفادار مومند دي، دا ډول شاپور ځدران او نور علي ځدران هم لوبډله کې په ځای موندلو بریالي شوي دي، له نویو لوبغاړو څخه وقار سلام خیل او اکرام علي خیل دي، خو په حیرانونکي ډول محمد شهزاد له شل اوریزو لوبو څخه کښینول شوی دی.

د شل اوریزو سیالیو ۱۶ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، نجیب ترکی، عثمان غني،  حضرت الله ځاځی، سمیع الله شینواري، محمد نبي، شفیق الله شفق، راشد خان، نجیب الله ځدارن، کریم جنت، فرید احمد ملک، سید احمد شیرزاد، ضیاء الرحمن شریفي، مجیب الرحمن، ظاهر خان او شرف الدین اشرف شامل دي.

د یو ورځنیو سیالیو ۲۱ کسیزه لوبډله:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، محمد شهزاد، نور علي ځدران، جاوید احمدي، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، محمد نبي، نجیب الله ځدران، اکرام علي خیل، حشمت الله شهیدي، راشد خان، کریم جنت، ګلبدین نائب، افتاب عالم، دولت ځدران، ظاهر خان، فرید احمد ملک، شاپور ځدران، او سید احمد شیرزاد شامل دي.

د یوازینۍ ټيسټ سیالۍ ۱۴ کسیزه لوبډله:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، محمد شهزاد، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي،  اکرام علي خیل، محمد نبي، راشد خان، وقار سلام خيل، وفادار مومند، یامین احمدزی او شرف الدین اشرف شامل دي.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ سیالۍ د فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه له شل اوریزو سیالیو سیریز څخه پېل کیږي او په ۱۹م مارچ به د ټیسټ سیالۍ په ترسره کېدو پای ته ورسیږي.

د سیالیو جدول:

شل اوریزو سیالۍ: په ۲۱، ۲۳ او ۲۴ فبروري.

یو ورځنۍ سیالۍ: په ۲۸ فبروري، ۲، ۵، ۸ او ۱۰م مارچ.

یوازینۍ ټیسټ لوبه: له ۱۵ څخه تر ۱۹ مارچ پورې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x