افغانستان

وال‌سټریټ ژورنال: د سولې خبرو اشرف غني غوسه او کمزوری کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د مسکو ناسته لا هم د لوېدیځو رسنیو د سر ټکی دی، چې په اړه يې وال‌سټریټ ژورنال او ګڼو نورو رسنیو تبصرې کړې دي.

وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، د سولې په اړه دې بین الافغاني غونډې محمد اشرف غني غوسه کړی او ښکاري چې هم به يې ټاکنیز موقف اغېزمن او کمزوری کړي.

رسنۍ د نړۍوال کړکېچ ډلې د اسیا د څانګې مشرې لوریل مېلر چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې هم پاتې شوې، په حواله ویلي چې دا غونډه د سولې لپاره مهمه وه.

د هغې په وینا دې غونډې ښکاره کړه چې د طالبانو مخالفینو یوه اجماع برابره کړې، چې په وینا يې د حکومت ګډون هم پکې شته.

که څه هم د مسکوناستې په اړه محمد اشرف غني او رسنیزو پلویانو يې د سپکاوي تر بریده تونده ژبه وکاروله، خو دې غونډه کې د هغه دوه سلاکاران او د سولې شورا درې غړي هم برخه‌وال و.

وال‌سټریټ ژورنال د محمد اشرف غني د غوسه کېدو علت دا ښيي چې د سولې هڅې د هغه شاوخوا ته روانې دي، ورو ورو ور نږدې کېږی، خو دی پکې دخیل نه دی او ځان خورا ګوښی او یوازې احساسوي.

طالبانو هم په دې مناسبت خپره کړې تبصره کې ویلي، چې دې غونډې د محمد اشرف غني یوازیتوب نړۍ ته بربنډ کړ او هم يې وښوده چې د سولې اصلي دښمن دی.

مسکو ناسته کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، اسلامي نظام پر جوړولو او د داسې غونډو پر دوام هوکړه وشوه.

دې غونډه کې ډېری هغه سیاستوال را ټول شوي و، چې د محمد اشرف غني مخالف بلل کېږي، د شنونکو په باور دې غونډې وښوده چې له بهرنیانو وروسته افغانان د یو بل تحمل لري او کولی شي په ګډه د ښېګړو او پرمختګ لپاره کار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x