د برسلونا او ریال میدرید لوبه یو-یو مساوي شوه/ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړۍ کې تر ټولو ستره سیالۍ چې د «الکلاسیکو» نوم لري، د دوه اسپانوي کلبونو (برسلونا او ریال میدرید) لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

تېره شپه د دواړو لوبډلو ترمنځ په کوپا دیل ری «Copa del Rey» اسپانوي ناک اوټ لیګ کې لومړۍ نیمه پایلوبه د برسلونا په کوربه لوبغالي «کیمپ ناو» کې ترسره شوه چې په یو-یو ګول مساوي پای ته ورسیده.

په دغه سیالۍ کې دواړه لوبډلې د یو شمېر ټپي شویو لوبغاړو څخه اندیښمنې وې، د برسلونا لپاره د لیونل میسي او عثمان ډیمبیلی بهر کېدل تر ټولو غټه جټکه وه، میسي که څه هم د لوبې په وروستۍ شیبو کې میدان ته ښکته شو خو لوبه یې د پخوا په څېر د پام وړ نه وه.

د ریال میدرید او برسلونا لوبډلو دغه سیالۍ د شپې په ۱۲:۳۰ بجې د زرهاو مینوالو پرمخ پېل شوه، د ریال میدرید لخوا لوکاس وزکوس په شپږمه دقیقه کې د کریم بینزما په مرسته ګول وواهه او برسلونا یې له ستونزې سره مخ کړه، چې لوبه د لومړي نیمايي تر پایه په ۱-۰ پای ته ورسیده.

په دویمه نیمایي کې برسلونا د لومړي په پرتله غوره لوبه پېل کړه چې په ۵۷مه دقیقه کې مالکوم په زړه پورې ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه، د لوبې په ۶۳مه دقیقه کې لیونل میسي میدان ته ښکته شو خو د ریال میدرید دفاعي لوبغاړو هیڅ کومې غوره حملې ته پرینښود او په همدې ډول سیالۍ یو-یو مساوي پای ته ورسیده.

د کوپا دیل ری اروپا لیګ دویمه نیمه پایلوبه به د ریل بیټیز او ویلنسیا لوبډلو ترمنځ سبا د شپې په ۱۲:۳۰ بجې ترسره کیږي، دا ډول به ریال میدرید او بارسلونا خپله دویمه نیمه پایلوبه په ۲۸ فبروري ترسره کوي.