نظــر

طالبان هرڅه په عمل کې ثابتوي!

یاسر افغان

طالبانو تر اولسه کلنې سختو، خونړېو، جګړو وروسته امریکاېي اشغالګر دسیاسي خبرو میز ته را کش کړل،

د جګړو او اشغال په اوائلو کې امریکاېي اشغالګرو داسې انګیرله او داسې شیطاني خوبونه ېي تعبیرول چې ګنې دطالب بوټي نام اونښان به ورکړو، طالب به دنړیوال ترهګر تروریزیم او نړیوال دهشتګر په نوم معرفي کړو.

د طالب په ضد ېي ګڼې کړنې ترسره کړی له نظامي لارو لکه محلي اربکیان، یا پاڅون کوونکی، دمور او دابا په نوم درانه بمونه ډرون کروز B52 دغه راز قسمه قسمه نظامي حربی وکارولي بېلابیلی ستراتیژي وکارولي.

امریکاېي اشغالګرو دنظامي فشارونو تر څنګ په طالبانو سیاسي، اقتصادي، مذهبي، فشارونو هم دریغ ونکړ، خو له دې ټولو هڅو کوښښونه سره سره له لوي او شرموونکی ناکامیو سره مخ شول.

د اشغالګرو په مقابل کې داشغال له اولي ورځي نه طالبانو دوه لارې په کار اچولي وی نظامي، اوسیاسي، اود طالبانو یو دریځ وه اوکوم خبره ېي چې کړی هماغسې ېي دعمل په میدان کې ثابته کړی لکه دبهرنېو اشغالګرو وتل هغه که په زور وی که په رضا له ګران افغانستانه به ووزي، چې ان شاءالله په نږدې راتلونکی کې به ددی منظر هم مشاهده وکړو.

دغسې طالبانو له اولې ورځي پدې ټنګار کاوه چې مونږ په هیڅ وخت او هیڅ صورت دګډ حکومت له ادارې سره خبري نه کوو، اولاهم پخپلو خبرو کلک ولاړ او ټنګار کوی، طالبانو ویلي وه چې مونږ بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن یو خو له هغه چا سره هیڅکله دخبرو په میز نه کینو چې واک او اختیار ېي دبل لاس کې وی.

نن مو ولیدل چې افغان سیاسیون دافغان قشر ځوانان سیاسي احزاب سیاسي ګوندونو په یوه میز په مسکو کې له افغان طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات وکړل او دګرانو هیواد والو له سترو خوښیو او ولولو سره مخ شوه، او هیواد والو ته ېي نوي هیلي، او امیدونه وبښل.

طالبانو چې په ورستېو کې له اولس سره کومي ژمني کړی ان شاءالله خامخا به دعمل جامه ور اغوندي خامخا به داولس هیلی نه ناهیلي کیږي.

خامخا به مو وطن ته سوله ازادي، سوکالي، نیکمرغي ،خپلواکۍ، را وړي اود اشغال خیرین ټغربه ورټولوي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x