نړۍ

پاکستان: له کوټي څخه دهیواد نورو برخوته د اورګاډي تګ اوراتګ بند شو

rail_service_in_quettaبلوچستان (نن ټکی اسیا, 17 مارچ 2011): په کوټه کی د اورګاډی د دفتر لخوا خبر ورکول شویدي چي دډیزلو د نه موجودیت له وجي له کوټی څخه دهیواد نورو ښارونو ته اورګاډی خپل سفرونه بند کړیدي.

هغه ټولي اورګاډی چي له کوټي څخه به کراچي، لاهور، لاهورپنډي، پیښور او چمن ته سواریان اویا هم مالونه لیږدول سفرونه بند کړیدي او د ټکټ ورکولو اړونده څانګو ته یی خبر ورکړيدي تر څو خلګو ته ټکټ ورکول بند کړي

او هغه ټکټونه چي له وړاندي څخه خلګو ته ورکول شویدي، بیرته ځیني واخلي او د ټکټونو قیمتونه دي ورته واپس کړي.
په کوټه کي د اورګاډي د دفترمدير مقبول مګسي رسنیو ته وویل د اورګادي ټولو اړونده څانګو ته خبر ورکول شویدي چي دمارچ د اولسم تاریخ ورکول شوی ټول ټکټونه لغوه کړي، او تر امر ثانی پوري ټکټ ورکول منع کړي.
نوموړي زیاته کړه، کوټه کي د اورګاډی مربوط دتیلو ذخیرو کي تیل ختم شویدي، مونږ ډیر کوښښ وکړ ترڅو له لوړه مقاماتو سره دستونځي دحلولو په اړوند خبره وکړو لیکن زمونږ ټولي هڅي ناکامه شویدي، هیڅ د حل لاره مو ونه موندله یواځي دحل لاره یی دا راته معلومه شوه چي له کوټي څخه د اورګاډی سفرونه بند کړي.
نوموړي زیاته کړه په ټول هیواد کی اورګاډي نظام له سخته مالي مشکل سره مخ ده، خو بلوچستان کي دغه مشکل دي حالت ته ورسیدي چي مونږ یی اړ کړو تر څو د اورګاډی سفرونه په ټپه ودروو.
بخت الرحمن بخت


ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close