ټرمپ: په يوه اونۍ کې داعش ته بشپړه ماتې ورکولی شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندوينه کړې، چې په سوريې او عراق کې داعش ډلې ته په يوه اونۍ کې ماتې ورکولی شي.

ټرمپ د داعش خلاف د امریکا په مشرۍ د ۷۹ ايتلافي هېوادونو استازو غونډې ته په واشنګټن کې د وينا پر مهال ادعا کړې، چې په عراق او سوريې کې يې داعش ډله تر ډېره ځپلې او په يوه اونۍ کې ټول داعش جګړه ماران له منځه وړلی شي او د هغوی تر واک لاندې سيمې به ترې بېرته ونيسي.

د امریکا ولسمشر وايي، چې د داعش تر واک لاندې ډېرې لږې سيمې پاتې دي او تر يوې اونۍ به د داعش د تش په نوم اعلان شوي خلافت بشپړه ماتې اعلان کړي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې  د تېر ۲۰۱۸ کال په ډسمبر مياشت کې هغه له سوريې د امریکايي پوځيانو د ويستلو اعلان کړی و، خو د مشرانو جرګې يو شمېر غړو او دفاع وزیر د ټرمپ له پرېکړې سره مخالفت اعلان کړی او له هغه يې  غوښتي، چې له سوريې د پوځيانو د ويستلو پرېکړه بدله کړي، خو ټرمپ پر خپلې  خبرې ټینګ دی او وايي، چې امریکايي پوځيان د داعش ځپلو لپاره سوريې ته تللي وو او اوس دغه مشن پوره شوی دی او بايد بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د