جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستان ستره محکمه: پوځ دې په سياسي چارو کې له مداخلې لاس واخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سترې محکمې پر پوځي چارواکو او استخباراتي ادارو نيوکې کړي او له هغوی يې غوښتي، چې په سياسي چارو کې له مداخلې لاس  واخلي.

سترې محکمې  دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې د څارونکو په وينا د  پاکستان ډېری اساسي پرېکړې پوځ او استخبارات کوي او د پاکستان  اويا کلن تاريخ کې  له شلو کالو زياته واکمني پرې پوځي ديکتاتورانو کړې ده.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي، که هر پوځي او استخباراتي چارواکي په سياست او يا هم په رسنيو کې د فعاليتونو هڅه وکړه، دا کار به يې د پوځ د ډسيپلين خلاف او سپکاوی بلل کيږي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې هېڅ پوځي چارواکی په سياسي چارو کې هېڅ ډول مداخله نه شي کولی.

د اساسي قانون له مخې په سیاسي چارو کې مداخله کوونکی هر پوځي او استخباراتي چارواکی به له قانون سره سم مجازات کيږي.

سترې محکمې دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې ۲۰۱۷ کال کې د حکومت او لاريونکوونکو ترمنځ هوکړه د پوځ په مرسته شوې وه او محکمې د پوځ دا کړنې د قانون خلاف بللې وه.

د ديني ارزښتونو په ملاتړ د تحريک لبيک مذهبي ګوند لاريون کوونکو ته پوځي چارواکو نغدې روپۍ ورکړې وې، چې د رسنيو سربېره د مدني ټولنو او قضايي ارګانونو غبرګونونه يې راپارولي وو.

تېر  کال د اسلام اباد مرافعې محکمې مشر قاضي شوکت عزيز صديقي هم پر پوځ او استخباراتي ادارو تور لګولی و، چې د تحريک لبیک ګوند لاريونونو تر شا د پوځ او استخباراتو لاس  دی، چې له امله  يې  نوموړی له خپلې دندې هم ګوښه کړی شو، خو اوس سترې محکمې يو  ځل بيا د ښاغلي صديقي د خبرو پخلی کړی دی.

پوځ تر اوسه د محکمې د پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د