بیګ باش: قیس احمد په لومړۍ سیالۍ کې ښه وځلید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا په بیګ باش لیګ سیالۍ کې د افغانستان سوکه لیګ سپینر قیس احمد په خپله لومړۍ سیالۍ کې د خپلې لوبډلې په ګټه ښه وځلید.

د قیس احمد او محمد نبي لوبډلو (هوبارک هوریکنز او میلبورن رینیګیډز) ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې د قیس احمد لوبډلې د محمد نبي لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

په یاده سیالۍ کې قیس احمد لومړۍ درې په زړه پورې اورې ترسره کړې، چې په لومړۍ درې اورو کې یې ۱۷ منډې ورکړې او د ارون فینچ مهمه ویکټه یې ترلاسه کړه خو په وروستي اور کې یې ۱۷ نورې منډې او یوه بله ویکټه ترلاسه کړه، چې په ۴ اورونو کې یې ۲ ویکټې واخیستې او ۲ کیچونه ترلاسه کړل.

لومړی توپوهنه د قیس احمد لوبډلې وکړه چې په ټاکلي اورونو کې يې ۱۸۳ منډې جوړې کړې، محمد نبي په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې ترلاسه کړه خو په توپوهنه کې ناکام شو.

په ځواب کې د محمد نبي لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۷ منډې جوړې کړې، خو سیالۍ یې د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله، په دې سره د قیس احمد لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله.

یاده دې وي چې د استرالیا بیګ باش سیالیو کې د راشد خان لوبډله له سیالیو څخه بهر شوې ده، او د مجیب الرحمن لوبډله هم د بهر کیدلو په درشل کې ده، د یادو لوبو نیمه پایلوبې په ۱۴م او ۱۵م او پایلوبه په ۱۷م فبروري ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د