د ټرمپ لخوا د طالبانو په اړه مثبت کاروونکی اصطلاحات

د نن ټکی اسیا سرمقاله

د چارشنبې په ورځ د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ کانګریس ته په خپلې کلنۍ وینا کې د افغانستان موضوع په سر کې ځای ورکړی او دهغې په اړه یې لازم توضیحات ورکړل.
د افغانستان په اړه د ټرمپ په یادې وینا کې ځیني سازنده توري او د طالبانو په اړه داسي مثبت اصطلاحات وو چې د افغانستان د لانجې په اړه یې د نوموړي د جدیت استازولي کوله.
ډونلډ ټرمپ د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې په افغانستان او عراق کې زمونږ ۷۰۰۰ سرتیري وژل شوي ، ۵۲۰۰۰ ژوبل شوي او (۷)تریلون ډالره مو مالي لښګت شوی دی.
خو اوس د دې وخت را رسیدلی چې نور مونږ خپل سرتیري له افغانستانه را وباسو او افغان لانجې له سوله ییزې لارې د پای ټکی کیږدو.
د ټرمپ په وینا کې د پام وړ ټکی د طالبانو په اړه کاریدونکي اصطلاحات و چې د نورو امریکايي ولسمشرانو ، جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د اصطلاحاتو برخلاف ورکې ډیر ژور بدلون لیدل کیده.
بوش او اوباما به د کانګریس په دغسي مهمو او تصمیم نیوونکو ویناوو کې د طالبانو لپاره نامناسب اصطلاحات کارول او له پوځي لاري به یې د هغوی د ختمولو ګواښونه کول.
خو ولسمشر ټرمپ طالبان د جانب مقابل په نوم په درنښت یاد کړل او دایې وویل چې هغوی هم زمونږ او دوی ترمنځ د پیل شویو خبرو له پروسې څخه ډیر خوشاله او لیواله دي چې نور دا لانجه پایته ورسیږي.
د ټرمپ په وینا کې د یادونې وړ بل ټکی دا و چې نوموړی څلور ځله د افغانستان نوم واخیست خو په دې څلور ځله کې یې یو ځل هم د کابل حکومت نوم یاد نه کړ؛ بلکې هغه یې هم په مجموعي ډول په افغانستان کې د شته ډلو په جمله کې یاد کړ چې له دیپلوماتیکي لحاظه دا ګډ حکومت ته په بلکل نه سترګه کتل دي.
د امریکا د ولسمشر په حیث د کانګریس په کلنۍ وینا کې د طالبانو په اړه د هغه مثبته لهجه د دې ښکارندویه ده چې نوموړی واقعا هم د افغانستان د لانجې سوله ییزحل ته ژمن او نور لکه په خپله چې یې هم وویل که له طالبانو سره کوم جوړ جاړي ته ونه رسیږي هم په افغانستان کې د خپلو سر تیرو شمیره کموي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د