پاکستان: د اشرف غني وروستۍ څرګندونې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، دغني وروستي څرګندونې غیرمسئولانه او زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

نوموړي په خپل ټويټر لیکلي « د اشرف غني وروستۍ اعلامیه  غیرمسئولانه ده، نوموړی دې زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په ځای د افغانانو بنسټیزو ستونزو ته پام کړي».

یاده دې وي چې د پاکستان د بهرنیو چاورو وزارت وروسته تر هغه دا غبرګون ښيي چې نن د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» له پاکستاني حکومت  وغوښتل څو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په وړاندې له تشدد لاس واخلي.

د اشرف غني دې څرګندونو په خواله رسنیو کې ګڼ شمېر مثبت او منفي غبرګونونه راوپارول.

د خواله رسنیو ځینو کارکوونکو د اشرف غني دا ګام وستایه  او دا یې د کوزو پښتنو سره د خواخوږي اظهار وباله، خو ډېره برخه شنونکي بیا د اشر ف غني دې کار ته د شک په سترګه ګوري او دا کړنه د نوموړي د کمپاین یوه برخه بولي او نوموړی تورنوي چې په افغانستان کې په پښتنو باندې د کېدونکي ظلم په وړاندې یې چوپتیا غوره کړې خو د کوزو پښتنو سره د کېدونکي ظلم په اړه څرګندونې کوي.

افغان شنونکی او د کابل پوهنتون استاد «فیض محمد ځلاند» هم ورته نظر لري، نوموړي په خپل ټويټر لیکلي «له پښتنو سره خواخوږې دا ده چې له ګوانتانامو، باګرامه او پلچرخي یې ازاد کړي، نه داچې بمبار یې کړي او ټویټر کې سیاست پرې وکړي».

https://twitter.com/zalandfaizm/status/1093369120521887745

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

د خپلو پښتنو په خاطر یی انديښنه کړی. تاسی پنجابیان چی په کلونوکلونو مو وطن را وران کړ، ترهګر مو راولیږل مداخله خو هغه ته وایی. تر اوسه د طالبانو د تریننګ مرکزونه په چمن او راولپنډی کی فعالیت لری مداخله خو هغه وایی.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

فکر نکوم د اشرف غنی دا څرګندونی د یو افغان پتوګه د ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل وی ځکه یو خو د انسانی احساس په حکم د هر هیواد د مشر وجدانی وظیفه ده چي د یو پراخ ستم په وړاندی اعتراض وکی او بل داچي د کرښی ها خوا د پښتون ټکول د پنجابی خبیثانو پلاس د افغان د وګړی وګړی د سیاسی- تاریخی-تباری جوړښت سره مستقیمه اړیکه لری. بل د پام وړ مهم ټکی دادی چي: د طالبانو سره د امریکائیانو د سولی تلاښ شاید دوه هدفونه او موخی ولری: ۱- احتمال لری چي د لر او بر… نور لوستل »