افغانستانخبرونه

طالبان: د مسکو غونډې ګډونوالو ټول اساسي موضوعات راسره منلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» وايي، د مسکو غونډې ټولو ګډونوالو د اسلامي نظام قیام او د بهرنیانو د وتلو پریکړه راسره منلې.

ذبیح الله مجاهد چې له شریعت غږ راډیو سره یې خبرې کولې وویل « د مسکو غونډه د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه وه، په دې غونډه کې ټول سیاسي جهتونه چې په یو ډول د افغانستان په قضیه کې خیل دي، ټول په یوه خوله وايي چې د بهرنیو اشغال نه غواړو او دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده».

نوموړي زیاته کړه « له دې سره سره د مختلفو اقشارو او په مختلفو سیاسي جریانونو کې پاتي شوي خلګ چې په مسکو غونډه کې یې ګډون درلود ټولو په یوه خوله د اسلامي نظام غوښتنه کوله او دا هغه څه وو چې پخوانیو مجاهدینو او تر هغه راوروسته  اسلامي امارت ورته ۱۸ کاله مبارزه کړې».

ذبیح الله مجاهد همدا راز وویل « د مسکو غونډې نړیوالو ته ښکاره پیغام درلود چې باید اشغال ختم کړي ځکه په اړه یې افغانان یوه خوله دي  او له دې سره سره ددې غونډې په ترسره کېدلو د افغانانو تر منځ خپلمنځي تفاهم ته هم  لاره هواره شوه او دا ویره له منځه ولاړه چې که اشغال ختم شي نو د افغانانو تر منځ به کورنۍ جګړې، بدبینۍ او په هیواد کې به  ملوک الطوایفي رامنځ ته شي».

د مجاهد په اند «د مسکو په غونډه کې د بهرنیانو په وتلو ا و د اسلامي نظام د قیام له نظریې سره تر توافق وروسته بل داسې څه نه پاتې کېږي چې د کور دننه جګړو او وینې تویولو لامل شي».

نوموړي همدارنګه د خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې «طالبانو همېشه ویلي چې د کابل له ادارې سره خبرې نه کوي نو په مسکو کې ولې د نظام له چارواکو سره کېناستل؟» وویل «اسلامي امارت اوس هم په هماغه پالیسي باندې ټینګار لري، موږ د کابل له ادارې سره د یو حاکم جهت په حیث خبرې نه کوو، ځکه دا نظام حقوقي اړخ نه لري او د امریکایانو له لوري تقویه کېږي خو که چېرې ددې نظام پخواني چارواکي چې له موږ سره د مقابلې، د شرعي نظام په وړاندې د درېدلو او د اشغالګرو په شتون باندې د ټینګار مؤقف ونلري او موږ ته را شي موږ ورسره ستونزه نلرو ځکه د لانجې د  هواري لپاره دا مهمه ده څو له افغانانو سره کېنو، مخالفتونه ورسره حل کړو  ځکه موږ نشو کولای چې ۴۰ کاله په جنګ کې پاتې شوي یو او نور هم پاتې شو او په دې سره بیلابیلو جهتونو ته لاره ورکړو څو موږ ته سردرد پیدا کړي ځکه موږ غواړو چې ستونزې او مشکلات رفع کړو او په داسې وړو وړو مسائلو کې را ایسار نشو چې د هیواد د رغولو، د اسلامی نظام د قیام او د امنیت د ټينګولو  لوړ هدفونه مو له لاسه ووزي».

نوموړي زیاته کړه « دا واقعیت دی چې د مسکو د غونډې په ګډونوالو کې زموږ په وړاندې جنګېدلي خلګ شامل وو شاید هغه وخت به یې مجبوریتونه درلودل خو څنګه چې اوس هغوی ددې نظام برخه نه دي  او زموږ سره له مخالفتونو تېر شوي نو ځکه ورسره کېنو او شرعا په دې برخه کې کومه ستونزه نشته او زموږ د تنازل په معنی نه ده».

مجاهد همدا زار په ټولو طالبانو غږ وکړ څو درک کړي چې د مذاکرې افشن تر جګړې وړاندې  دی او باید لومړی د منطق، مفاهمې او دعوت لاره وکاروي او که چېرې دا لاره ناکامه کېدله او زموږ اهداف لاسته نه راتلل  نو بیا دې د زور او نظامي فشار له لارې کار واخلي.

مجاهد د مسکو د ناستې له ګډونوالو سره د ناستې په اړه چې یو وخت د طالبانو تر ټولو سخت مخالفین تېر شوي وو او د هغوی په وړاندې جنګېدلي وو وویل  « د سیاسي برخې تګلاره مو د نظامي برخې له تګلارې بېله ده ځکه موږ په نظامي برخه کې زور او توره کاروو او په سیاسي برخه کې موږ همدومره عالي اخلاق کاروو او زموږ سره میز ته د ناستو کسانو عیبونه نه پلټو ځکه تر څو دا ددوی د راپارېدلو باعث نشي او خبره شخړې ته لاړه نشي، زموږ سینه باید خلاصه وي، ټول ومنو او عفوه وته وکړو ».

نوموړي د مرکې په پای کې وویل چې « تر اوسه مو دښمن ته تنازل ندی وړاندې کړی، نه له مؤقف او اسلامي نظام چاته تېر شوي وو او نه اشغال منو، نو  مجاهدین دې هیڅ تشویش نکوي دا هر څه به منځ ته راځي موږ مبارزه او جهاد د همدې لپاره کړی».

http://shahamat1.net/?p=148623

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

مونږ څومره بدمرغه یو، چه مونږ ته یی د کابل د غلامی اداری ګډونوالو ( اسفل سافلینو ) په شان لوړپوړی او منځپوری را په برخه کړی چه د څو ډالرو او یا مقامو د پاره یی د کفارو سره زمونږ د خاوری ، خلکو، خپلواکی او ناموس پلورنه وکړه. مونږ بیا څومره نیکمرغه یو چه مونږ ته یی د طالبانو په شان ( اشرف المخلوقات ) مجاهدین را په برخه کړی چه د خاوری، خلکو، خبلواکی او ناموس د دفاع د پاره د مالونو، اولادونو او ځآنونو قربانی ورکوی یعنی تر ملایکو هم پورته دی دوی هغه کسان دی… نور لوستل »

غمی،پښتین

مجاهد صاحب.
هیر د نه شی .ملاییکه تعجب وړی چه .دا څنګه اشراف المخلوقات دی چه. بعضی د اسفآلسافلین بادارانو ته پناه ور وړی .او ورڅخه د سر ساتنه غواړی.
حالانکه دومره علم نلری چه د کافر څخه ولی پناه غواړی؟
ولی الله ج په طرف تیښته نه کوی؟د انګریز څخه الله ج ښه ساتونکی ښه رزق ورکوونکی دی.

زمری

د افغانستان پخواني تور مخي سیاستوال او شکست خوړلو شرمښانو ناسته له طالبانو سره په ماسکو کی ددغو وارخطا شرمښانو آخری هلې ځلې دی تر څو دوی په افغانستان کی پاتې شی او خپلې غصب کړی شتمنئ له لاسه ورنکړی. خو د الله پاک وعده حق ده چې وایی:( قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ). ناسته بده خبره نه ده دې یوې ټولنیزې اجماع او د سولې او نېکمرغی لپاره، خو دغه کسانو چې دغه مجلس کې طالبانو… نور لوستل »

غمی،پښتین

د مسکو غونډه یوه لاسته راوړنه لری ……..د امریکا اشغال ختموی د پنجاب راوالی
ډالر ختموی ،بوس کلداری راوړی.امریکایی مشاور ځی.پنجابی به راځی.
فرق یی څه دی؟اشغال خو بیا هم هغه اشغال دی.له پنجابی امریکان ښه دی

پتنګ

تهمت او در واغ بد اخلاقي دي اوس مونږ دالر باسو که کلداره راغله بیا به هغ هم داسې باسو لکه دالر ، تهمت او درواغ د پښتانه خواص ندي !!

مجاهد

د نورو په شخصیت بی ځایه بریدونه به دومزه د هغو شخصیت ته تاوان ونه رسوی لکه څومره چه ستاسی شخصیت ته تاوان رسوی.د لیکلو دمخه خپل وجدان او خالق حاظر او ناظر وګڼه د اصل موضع په اړه لمړی پوره معلومات ترلاسه او بیا یی د ارزونی په اړه لیکنه او یا تبصره ولیکه د چا د تبصری یا لیکنی په اړه چه دی سم یا ناسم څه لیکلی وی لوستونکی قضاوت کوی که دی سم لیکلی وی لوستونکی تری څه زده کوی ګټه ورته کوی او تاسی ته شاباس او دعاګانی کوی او د الله ج په نزد… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x