نظــر

د افغانستان معارف او د يوې لويې غمېزې انځور

 ثناءالله سليم

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ګڼ ښوونځي او د ښوونې او روزنې روزنځايونه شتون لري خو له لویو ننګونو سره مخ دي.
تولو نه بلکې اکثرو تعليمي ادارو مو په تنظيمي، سياسي او خپلسرو جګړو کې په هره برخه کې درانه او نه جبرانېدونکي مادي او معنوي زيانونه ولېدل.

مکتبونه ويجاړ او وسوځول شول، پوهنتونونه په بشپړ او نيمه بشپړ ډول لمځه لاړل، لابراتواري تجهيزات تخريب شول، په زرګونه ټوکه لويه معنوي پانګه او کتابونه دجګړې ښکاراو داور تر ستوني تېر شول، دزده کوونکو او محصلينو زده کړې نېمګرې پاتې شوې ، دمکتبونواستادان او د لوړو زده کړو د موسسو يو شمېر پوهان په زندانونو کې واچول شول، يا مهاجر شول او يا هم د ژوند له نعمت نه بې برخې شول.

د لوړواو نيمه لوړو زده کړو د موسسو پر علمي ساحې سياسي فضا خپره شوه او تولې ښوونېزې ادارې ددغه وخشت له امله د اخلال او تم کېدو اساسي وسيلې شوې.

پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د نورو موسسو په نصابونو کې د بدلون هڅه وشوه، له زده کړو سره دزده کوونکو اړيکې پرې شوې،
له مکتبونو څخه مورچلې جوړې شوې، او دومره توغندي، درنې او سپکې ګولۍ پرې وورول شوې ، چې په نړۍ کې يې سارى نه لېدل کېږي، درسي وسايل او وسايط لوټ او تالان شول.

حتی دمعارف په برخه کې افغانستان او افغانانو دومره زيانونه وليدل ، چې په دغه جګړه کې دنورو برخو دزیانونو سره د پرتلې وړ نه دي.

زما په اند دپورته ناخوالو يواځينۍ پلمه داوه؛ چې ښوونځي د دولت ملکيت و او دغه شر پسندو نه غوښتل چې ددولت په لمن کې خلک لوستي او دپرمختګ خاوندان شي.

نو ځکه يې دمعارف په وړاندې داسې نه جبرانيدونکې کړنې تر سره کولې.

ددغه غيري اسلامي او انساني کړنو دتر سره کولو بل ستر لامل سمتي، قومي او سيمه ييز فکر ته د ځينو متمايلو اشخاصو بدنظري وه، دوي ددغه غیري اسلامي کړنو له لارې غوښتل؛ ټولنه بېسواده پاتې کړي.

که څه هم دغه غلط عرف دافغانانو په ګټه نه وو ، خو دمعارف دزوال لپاره ځينو خلکو غوښته ، دغه شان کړونو ته چې چا ښه ويل زما په اند، په ټولنه کې همدا کسان منفي فکره وګړي دي.

دزده کړو پر وړاندې پورته ذکر شوې لویې ستونزې عادي ګڼل تېروتنه ده.

کومه ټولنه کې چې پوهه کمه او منفي رواجونه دود وي، پرمختګ نشي کولای او دداسې ټولنې خلک هم، همېشه له تمدن او ښه ژوند لرې په کږليچونو کې وي دوي هيڅ وخت ټاکلي هدف او منزل ته نشي رسيدای.

هرچا خپل معارف ته وده ورکړې خو دافغانانو معارف اوس هم دپرمختګ په ډېره ټيټه کچه کې قرار لري .

که دنورې نړۍ اوخاريجي هېوادونوپرمختللی معارف او پرمختللي درسي سيستمونه وګورو په خپل معارف به ډېر افسوس راشي.

او دنورې نړۍ په نسبت زموږ معارف په نشت حساب دی او ډېرپه ابتدايې حالت کې قرار لري.

که غواړئ پياوړی هېواد ولرئ نو معارف پياوړی کړئ ځکه پياوړې ټولنې پياوړی معارف لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x