نظــر

په ننګرهار اسلامي پوهنتون کې د نويو غربي فکرونو زیږدنه

عبدالحمید راشد

په اسلامي افغاني لباس کې څه مشکل وه؟

څه موده وړاندې د ننګرهار پوهنتون مخکنی ریس ببرک میاخېل صیب تبدیل او پر ځای یې نوی ریس معرفي شو. چې د معرفي کېدو سره یې ځینې اقدامات وکړل چې د هغې له جملې څخه یو اقدام یې دا وه چې محصلین مکلف دي چې پوهنتون ته په دریشي کې راشي… او که څوک دا حکم عملي نه کړې نو هغه محصل که صنف کې موجود هم وي غیرحاضر به شمیرل کیږي .

همدارنگه نو رئیس د اسلامي فرهنګ دله منځه وړلو هڅې کوي، او په دي فکر کې دی چې څرنګه اسلامي کلتور له منځه یوسي او پرځاي غربي کلتور پلی کړي دلته خو اسلامي شریعت او افغاني ویاړلی کلتورهرڅه لري، او ددغه شان افکارو هرڅوک مخالف دی.

مونږ طالبان نه یو نه دطالب فکر له ځان سره لرو بلکي داسلامي شریعت اوافغاني کلتور کلکه پلوي کوو، نه غواړو هغه چا ته چې زموږ دکلتو خلاف اقدامات کوي اجازه ورکړو،څو زمونږ په کلتور ملنډې ووهي، دهغه چا پلوي کوو چې اسلامي کلتور ته ژمن وي او اسلام ورته محترم ښکاره کیږي هغه زموږ ورور دي، دا چې ننګرهار پوهنتون دا فغانستان په کچه یو لوي اسلامي پوهنتون او دلته ځیني کړی هڅه کوي چې دغه پوهنتون بد نام کړي نو دغه شان کارونه ترسره کوي او کله چې څوک د دغه شان کړنو په خلاف غبرګون وښايي نو په یو نوم او بل نوم یې په خلاف اقدامات کوي، او له صحني نه یې وباسي. څو ددغه شان اعمالو په خلاف څوک غبرکون ونه ښایی. خو بیا هم مونږ په هیڅ قیمت چاته اجازه نه ورکوو.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ افغان حکومت دصحت په بخش کې اریانا سعید چې مشهوره فاحشه او په هرځای کې یې دافغاني کلتور مخالفت کړي دسرطان په خلاف دمبارزي سفیره وګمارله، لري نه ده چې سرطان په لوړه سطحه له همدي په لوړ رتبه چارواکو کې وزیږیږي.

هیره دي نه وي چې څه موده وړاندي په اردن کې دافغان فوټبال ښځینه لوبغاړو افغاني حیثیت ته په لوړه کچه زیان ورساوء چې په کور دننه او بهر کې مشهورو رسنیو پرې څرګنونې لرلي.

نو اوس هم که افغان غیور ملت ددې حکومت په دغه شان اعمالو چوپه خوله پاتي شي لري نه ده چې په ننګرهار اسلامي پوهنتون کې نور مشکلات وزیږوي، او ددي احتمال هم شته چې پوهنتون ته په ورتلونکو نجونو اسلامي حجاب هم بند کړئ،نو دخلکو نه غوښتنه کوو چې ددغه شان غربي افکارو په خلاف خپل غبرګون وښايې او پري نه ږدي څو اسلامي او افغاني کلتور ته څوک په سپکه سترګه وګوري.

دا یوه لویه پروژه ده او غواړي ننګرهار چې د افغاني او اسلامي فرهنګ زانګو ده غربي فرهنګ پکې رایج کړي. او دا نوی ریس په دومره قوت او زور سره معرفي شو چې د مشرانو جرګې ریس او د ننګرهار والي یې د معرفي کیدو په ورځ مخالفت وکړو مګر بیا هم معرفي شو، له دي نه معلومیږي چې اوسنی رئیس له ځان سره په لوړه کچه بشبړ ملاتړ لري.

یو یادونه کوم چې داوسني رئس سره کومه شخصي ستونزه نه بلکې ددي ډول افکارو یې سخت مخالف یم.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

راشید صاحب سلامونه.
په کوم ایت شریف او په کوم حدیث شریف افغانی کالی اسلامی شرعی ګڼل کیږی؟
په کوم ایت شریف او په کوم حدیث شریف پتلون ناروا دی؟
هسی د خلکو ذهنونه مه خرابوه.ډیر اسلامی ملکونه همدا پتلون او دریشی اغوندی،افغانی کالی د کار لپاره نه دی،په هر بوټی ونه کی خخ وی،

غ.حضرت

انصافاً پورته لیکنه د یو ښکلی احساس ښکلی انعکاس دی. پدې هکله یو څو لنډ ټکی: دا به ومنل شی چي د یو علمی- رسمی محیط او غیر رسمی محیط د لباس د څرنګوالی مسئله مسلّماً د پاملرنی او توجه وړ ده خو خبره پدې کی ده چي د رسمی لباس د معیار ټاکونکی کوم شخص یا کومه مرجع ده؟ آیا دا رسمی لباس چي په پوهنتون او نورو علمی مرکزونو کی کارول کیږی حتماً باید مثلاً پتلون او دریشی وی؟ آیا کوم بل مِتود چي هم خپل ملی لباس وی او هم په عین حال کی یو ډول ځانګړی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close