نيوکه که بغاوت؟

حيات پکتياوال

زموږ ډیری ځوانان د نیوکې او بغاوت تر منځه توپیر نه شي کولای، او د ناپوهۍ او احساساتو ښکار او پر نورو بې باوره کیږي، ځکه یې دلته اړینه بولو تر څو په دې اړه یو څو کرښې ولیکو.

۱ ــ تر هر څه د مخه باید ووایو چې د مسلمانانو له مشر څخه سرغړونه او بغاوت حرام دی، قراني ایاتونه او نبوی سنت ټول د امیر په اطاعت او پیروي ټینګار کوي، او د مسلمانانو له شرعي مشر څخه سرغړونه او بغاوت ناروا او حرام ګڼي، که څه هم د مسلمانو د مشر ځیني کړنې افرادو ته د منلو وړ نه وي لکه پیغمبر(ص) فرمایلي:
عن أبي هُنَيْدةَ وائِلِ بن حُجْرٍ قالَ: سأَلَ سَلَمةُ بنُ يزيدَ الجُعْفيُّ رَسُولَ اللَّهِ ص، فقالَ: يا نبي اللَّهِ، أرَأَيْتَ إنْ قَامَتْ علَيْنَا أُمراءُ يَسأَلُونَا حقَّهُمْ، ويمْنَعُونَا حقَّنا، فَمَا تَأْمُرُنَا؟ فَأَعْرضَ عنه، ثُمَّ سألَهُ، فَقَال رَسُولُ اللَّهِ ص «اسْمَعُوا وأطِيعُوا، فَإنَّما علَيْهِمْ ماحُمِّلُوا وعلَيْكُم ما حُمِّلْتُمْ»» رواهُ مسلم.

ژباړ: وائل بن حجر وایي، سلمه د یزید زوی له پیغمبر(ص) څخه پوښتنه وکړه، اې د الله رسوله؛ که پر موږ داسې امیران حاکم شي چې له موږ څخه خپل حقونه غواړي خو زموږ حقونه نه راکوي، موږ ته څه امر کوې( د دوی پر وړاندې څه وکړو)؟

پیغمبر(ص) مخ ور څخه وګرځاو، صحابي بیا ور څخه پوښتنه وکړه، پیغمبر(ص) ورته وفرمایل:

د امیر (خبره) اوری او منی یې؛ ځکه پر هغوی هغه څه (لازم)دي چې پر هغوی(واجب) دی، او پر تاسو هغه څه(لازم) دی چې پر تاسو واجب دي.

وَعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن مسْعُودٍ قال: قال رسُولُ اللَّه ص: «إنَّهَا ستَكُونُ بعْدِي أَثَرَةٌ، وأُمُورٌ تُنْكِرُونَهَا» قالوا: يا رسُولَ اللَّهِ، كَيفَ تَأْمُرُ مَنْ أَدْركَ مِنَّا ذلكَ؟ قَالَ: «تُؤَدُّونَ الحَقَّ الذي عَلَيْكُمْ، وتَسْأَلُونَ اللَّه الذي لَكُمْ»» متفقٌ عليه.

ژباړه: عبدالله ابن مسعو وایي چې پیغمبر(ص) فرمایلي دي: زما څخه وروسته به (یو پر بل) غوراوالی وي او داسې چارې به ( ووینی او) وي چې تاسو به ورڅخه بد وړئ؛ صحابه و رسول الله(ص) ته وویل: که موږ کې دا وخت وموند موږ ته تاسو څه حکم کوی؟

رسول الله(ص) ورته وویل؛ تاسو هغه څه( چې دامیر اطاعت او…) دي هغه ادا کړی او څه چې ستاسو(حقوق) دي هغه له الله څخه وغواړی.

عن أَبي الوليدِ عُبَادَةَ بنِ الصَّامِتِ س قال: «بايعنا رسول اللَّه ص على السَّمعِ والطَّاعَةِ في العُسْرِ وَاليُسْرِ والمَنْشَطِ والمَكْرَهِ، وَعلى أَثَرَةٍ عَليْنَا، وعَلَى أَنْ لاَ نُنَازِعَ الأَمْرَ أَهْلَهُ إِلاَّ أَنْ تَرَوْا كُفْراً بَوَاحاً عِنْدكُمْ مِنَ اللَّه تعالَى فيه بُرهانٌ، وعلى أن نقول بالحقِّ أينَما كُنَّا لا نخافُ في اللَّه لَوْمةَ لائمٍ»» متفقٌ عليه.

ژباړ: بیعت وکړ مونږ رسول الله سره په سمع (اوریدلو) او طاعت (منلو) په خوښي او ناخوښي حالاتو(خوشحالي او غم) کې او دا چې مونږ به نزاع او اختلاف نه کوو أهل د امر (اولی الأمر) سره، او مونږ دریږو او یا به وایو حق هر چیرې چې یو مونږ او نه به ویریږو د خداي (ج) په دین (لاره) کې د هیڅ ملامت کوونکې له ملامتیا څخه.

له پورته نبوي لارښونو څخه څو نکتې د یادونې وړ دي
ــ د مسلمان مشر او امیر اطاعت واجب دی.

ــ که څه هم یو کس امیر له دندې ګوښه او یا څه مسولیت نه ورکوي بیا به هم اطاعت کوي.

ــ په سختيو او اسانیو دواړو حالاتو کې به د امیر اطاعت کوي.

ــ د امیر سره به اختلاف نه کوي، خو که داسې کړنه او عمل له امیر څخه صادر شو چې هغه څرګند کفر وي او هغه کفر کې هم د شریعت یو څرګند دلیل وي او د تاویل احتمالات بلکل بکې نه وي.(دا موضوع اوږده ده د زیات تفصیل لپاره فتح الباري او فتح الملهم ته رجوع وکړی).

ــ د حق په لاره او د حق په ویلو کې باید د چا د ملامتیا څخه ونه ډار شي.

د حدیث له دې ورستۍ توکړې څخه چې متصل د امیر له بیعت او اطاعت سره ذکر شوی د نورو رمزونو تر څنګ دوه رمزونه نغښتي دي.

الف ــ د امیر او د مسلمانانو د صف په اطاعت کې به د دشمنانو له لوري تر تبلیغاتي تاثر لاندې نه راځې ځکه طبعا به په دې لاره کې له نیوکو او تهمتونو سره مخ کیږې.

ب ــ کله ناکله کیدای شي صف او امیر کې څه نیمګړتیا تر سترګو شي باید د ویرې او د خپل د مقام ساتلو لپاره یې پټ نه کړې بلکې په ځغرده یې امیر ته ووایې، ځکه انسان طبعا نیمګړی او غیر معصوم دی حتی پیغمبر(ص) چې کله د بدر د غزا پر مهال او خبیر د خیبر د غزا پر مهال د مجاهدینو لپاره کوم ځای ټاکلی و، یو صحابي هم څه ونه ویل، یوازي حباب بن منذر ور پورته او پیغمبر(ص) ته یې وویل چې دا ځای مناسب نه دی د حباب(رض) بر خبره چا نیوکه ونه کړه بلکې رسول(ص) یې رائه تاید کړه، د دې موږ ډیرې نمونې په اسلامي تاریخ او اسلافو کې لرو د بیلګې په توګه:

د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر(رض) د خطبې لپاره ممبر ته پورته شو او وې ویل:

اې خلکو؛ د امیر خبرې ته غوږ ږدی او منی یې.
حضرت سلمان فارسي(رض) ور پورته شو او ورته وې ویل:

نن دې نه اطاعت پر موږ واجب دی او نه دې خبره اورو.
حضرت عمر(رض) ورته غوسه ونه کړه بلکې د علت پوښتنه یې ورڅخه وکړه، سلمان فارسی ورته وویل:
موږ او تاسو ټولو ته یو یو څادر رارسیدلی و، او ستا ځوانۍ هم زموږ څخه لوړه ده بیا څنګه په دغه یوه څادر کې ستا جامې جوړې شوې او زموږ نه د کمښت له امله نه جوړېدې؟

حضرت عمر(رض) ورته وویل د دې ځواب به زما زوی عبدالله ابن عمر درکړي.

عبدالله ابن عمر را پورته، او سلمان فارسی ته یې وویل چې ما ته کوم څادر را رسیدلی و هغه هم ما خپل پلار عمر ته ورکړ تر څو یې د جامو لپاره بس شي.

حضرت سلمان فارسي(رض) حضرت عمر(رض) ته وویل: اوس وایه!

موږ یې منو او اورو یې. ( صفة الصفوة و إعلام الموقعين)

خو نیوکه باید د اسلامي اصولو او حدود په چوکاټ کې وشي، او په یو چا نیوکه باید په عام مجلس او رسنۍ کې ونه شي، خو که داسې نیوکه وه چې له نورو خلکو سره هم همغه نیوکه وه، او یا داسې نیوکه وه چې نور هم ور څخه ګټه اخیستلای شي بیا کولای شي پر امیر مشروع او د اسلامي بنسټونو په چارچوب کې نیوکه وکړي، دا ډول مشروع نیوکه نه دا چې جایز ده، بلکې دا زموږ د اسلافو ګړنلاره او د مسئولنیو نیمګړتیاو ته متوجه کول، او هم نورو ته دا ښکارول دي چې موږ په خپلو نیمګړتیاو سترګې نه پټو و بلکې ورته ځیر او د حل په لټه کې یو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

حیات صاحب سلامونه.
په افغانستان کی نیوکه خپل ځان ته مرګ په بیه اخستل دی.طالب او دولت دواړه ځانونه مشروع بولی.
دولت بمونه توپونه طیاری استعمال کوی ،طالیبان ځانمرګی ،ماینونه .هیڅ څوک مخامخ نیوکه نشی پری کړی.که نیکه د په وکړه په هماغه ځای کی د لوخړه کوی.
هم اوسنی دولت او هم طالیبان دواړه په ظلم حکومتونه قبضه کړی دی او وه،