ادبي لیکني

زندان کتابتون

حبیب وقار

په زندان کې هغه کسان اوسېږي چې د خپلواکۍ له نعمت بې برخې وي، نشي کولای، کورس، ښوونځي، کتابتون يا هم د زده کړې کوم بل ځای ته لاړ شي او کتاب ترلاسه کړي. د دوی ژوند تر څار لاندې وي، نو له همدې کبله له هر لوري د زړه سوي وړ دي.

کېدای شي ډېرو کسانو (زندان کتابتون) نوم تر اوسه اورېدلی نه وي، خو دا دی اوس به يې واورئ چې د وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار زندان کې د زندانيانو له پاره کتابتون جوړ شو او ياد کتابتون د زندانیانو، د ولايت چارواکو او عامو خلکو له لوري له تاوده غبرګون سره مخ شو. د یاد کتابتون بنسټګر مجيب الرحمن محمودي دی چې خپلو ملګرو په مرسته يې کتابونه ورته راټول کړي دي.

د قرآن عظیم الشان له تلاوت څخه وروسته، د زندان د پيليزې په مراسمو کې د وردګو والي مظفرالدين يمين وويل چې په نوره نړۍ کې ډېری زندانیان له زندان د وتلو پر مهال خامخا يوه حرفه يا کسب لري، هغه زياته کړه:

«ډېری زندانيان چې کله زنداني شي، له خپلو تېرو کړنو پښېماني ښيي او بيا نه غواړي د پخوا په څېر جرم وکړي او بندي شي. ډېری کسانو په زندان کې ليک لوست زده کړی، قران يې لوستی، د سپېڅلي کتاب قران حافظان ترې جوړ شوي دي.»

والي هيله څرګنده کړه چې که دوی وکولای شي، هغې زندانيانو ته بند معاف کړي چې په زندان کې يې ليک لوست زده کړی وي او د کتابتون له بنسټګر يې د دې لوی خدمت له کبله مننه وکړه.

ورپسې د میدان ښار د زندان مسول سمونوال محمد شفيع فاروقي د زندان کتابتون پر جوړولو خوښي څرګنده کړه، له محمودي يې مننه وکړه چې دومره يو لوی کار يې وکړ، سمونوال شفيع فاروقي زياته کړه: «له زندان څخه ډېری کسان له يوه کسب سره بهر کېږي، موږ په زندان کې سواد زده کړه، د قران کریم زده کړه، تجويد، تفسير، د خیاطۍ، نجارۍ، ولډېنګ کارۍ، غالۍ اوبدلو او نور روزنيز پرګرامونه لرو».

فاروقي همداراز وويل چې دوی ۲۳۰ ښځينه او نارينه بنديان لري او دا کتابتون به د دوی د بنديانو د علمي کچې د لوړاوي له پاره ډېر ګټور او اغېزمن واقع شي.

نوموړي د ولايت له چارواکو هم وغوښتل چې د زندان کتابتون له پاره خپلې همکارۍ ونه سپموي او د دې کتابتون په لاغني کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د يادولو وړ ده چې ښاغلي مجيب الرحمن محمودي تر دې وړاندې نهه نور عامه کتابتونونه هم په داسې سيمو کې جوړ کړي چې هلته کتابونو ته د هغې علمي مرکزونو يا هم د سیمې د اوسېدونکو لاسرسی نه وي. هغه یو اتل دی او خپله اتلولي يې په عمل کې ثابته کړې. راځئ موږ ټول خپلو خلکو ته د خدمت په کولو سره ځان اتل ثابت کړو.

ورپسې د زندان کتابتون بنسټګر مجيب الرحمن محمودي وويل چې پر خپلو ملګرو وياړي چې په داسې نېکو کارونو کې لاس ورکوي او يوازې يې نه پرېږدي:

«دا ټول کارونه مې په يوازې ځان نه دي ترسره کړي، بلکې په دې کتابتونو کې مې ټولو ملګرو لاس راکړی، کتابونه يې راسره ټول کړي او يا يې هم د کتاب اخيستو له پاره نغدي مرستې راټولې کړې دي. نن ماته د نهايت خوشالۍ ورځ او د وياړ ځای دی چې وتوانېدو په زندان کې بنديانو ته کتاب ورسوو».

نوموړي همداراز زياته کړه چې زندان کتابتون د زندانیانو د علمي کچې د لوړاوي او د دوی له پاره د ښې بوختيا له پاره دی، نور يې کتابتون تر هېڅ ټولنې، ګوند او افرادو پورې تړلی نه دی، ويې ويل چې کتاب رڼا ده او له رڼا يې بايد ګټه واخيستل شي، نوموړي همداراز زياته کړه:

«په يوه انټرنيټي پاڼه کې مې ولوستل چې په ۲۰۱۲م کال د برازيل هېواد چارواکو پرېکړه وکړه هغه زندانيان چې يو کتاب ولولي په مياشت کې به يې په زندان کې څلور ورځې کمېږي چې په دې سره زندانيانو په زرګونه کتابونه مطالعه کړل. له همدې کبله فکر راته پيداشو چې په زندان کې د بنديانو له پاره يو کتابتون جوړ کړو.»

نوموړي د زندان له مسولينو هيله وکړه د کتابتون ښه ساتنه وکړي او که کوم داسې کتاب په کې راغلی وي چې د زندان د قوانينو خلاف وي، هيله ده بېرته يې د کتابتون بنسټګر ته وسپاري څو يې په بدل کې بل کتاب ورکړل شي او داسې نه چې په يوه خلاف کتاب سره خدای مکړه د کتابتون دروازه وتړي. په پای کې محمودي د ولايت له چارواکو هيله وکړه، لاسنيوی يې وکړي څو د هېواد په نورو سيمو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي.

ياد کتابتون ته ۵۹۵ ټوکه کتابونه او ۳۰۰ ګڼې مجلې وسپارل شوې. په پای کې حبیب وقار د زندان کتابتون بنسټ پاڼه ولوسته او غونډه د دعايې په ويلو سره پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x