نظــر

د مسکو له کنفرانس څخه د طالبانو لاسته راوړنې

عبد الله احمدي

مخکې له دې چې په انتخاب کړي عنوان خبره وکړم یو څو جملې د مسکو کنفرانس د مخالفینو په اړه کوم:

(مسکو کې بین الافغاني مذاکراتو چې د طالب، افغان سیاسیونو او احزابو د مشرانو تر منځ د فبروري په ۵ او ۶ تاریخ وشوې د کابل ادارې او د دې ادارې د مشر هغه لږ څه پاته حیثیت هم له منځه یووړ.

ټولو ته یې وښودله چې د ارام، سوکاله او اسلامي نظام پوښلي افغانستان د جوړېدلو په مخکې لوی خنډ اشغال، د کابل اداره او په ځانګړې توګه د دې ادارې ناکام، بې ځایه احساساتي، د واک او چوکۍ عاشق او پردیو ګټو ته ژمن رئیس محمد اشرف غني احمدزی دی.

یقینا د بین الافغاني ډیالوګ لومړی پړاوو افغانانو ته هیله بښوونکی وو.

د افغان مظلوم ملت دښمنانو په ټول توان سره هڅه وکړه چې د طالبانو ، افغان سیاسیونو او احزابو د مشرانو تر منځ د ارام، سوکاله او له اشغالګرو څخه د خلاص افغانستان په مورد ناسته بې تأثره کړي خو و یې نشوای کړای یوازې ځانونه یې رسوا کړل چې د سولي مخالف او مخه نیوونکې څوک دي؟)

د مسکو له کنفرانس څخه طالبانو لاندې لاسته راوړنې حاصلې کړې:

۱ ــ طالبان د اشغال د خاتمې، سر تاثیري سولي او د یو ټول شموله اسلامي نظام لپاره له هر چا سره په هر ځای کې خبرو او مذاکراتو ته کیني او په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

۲ ــ د مسکو غونډه د طالبانو په ملاتړ او د دوی د دښمنانو په حق کې یو رسا کاري ګذار وو ځکه یې د شنډولو هڅې کولې.

۳ــ دې کنفرانس او مجلس د بهرنیو ځواکونو په ضد د طالبانو مقاومت او مبارزې ته د مشروعیت قوت نور هم ور زیات کړ.

۴ــ د کابل ادارې او امریکایانو پخواني دوستان یې د هغوی په مخالفت او د ځان په ننګه و کارول.

۵ ـ د کابل اداره کاملا منزوي او د سولي په مخالف جهت کې واقع شوه.

۶ ــ د کابل ادارې مشر هغه څرګندونې چې زه به د طالبانو په وړاندې سیمییزه او نړیواله اجماع جوړه کړم بابیز او تش خبرې شوې خو بالعکس نړیواله او سمییزه اجماع د طالبانو په ملاتړ او ننګونه جوړه شوه.

۷ ــ نړیوالو او د سیمي هیوادونو ته یې و ښودله چې د افغانستان ناارامي د نړیوالو او د منطقې په زیان ده او د دې هیواد بې ثباتي د ټولې منطقې لپاره د نا ارامۍ اغاز ده.

۸ ــ دا یې ثابته کړه چې د سولي په مخکې یو بل لوی خنډ د کابل اداره هم ده.

۹ ــ که چیري امریکا، نړیوال، د منطقې هیوادونه افغان سیاسون او د ګوندونو مشران د ریښتیني سولي او د څلویښت کلن بحران خاتمه غواړي نو د دې لپاره لومړی ریښتیني اراده او نیت مهم دی، که چیري اراده ریښتینې نه وي معضله د حل پر ځای نوره هم ډیروي چې بیا به یې ختمول اسانه کار نه وي.

۱۰ ــ د دښمن د رسنیو او مطبوعاتو د جعل، پروپاګند، یو طرفي او رزالت څخه یی ټول خبر کړل.

۱۱ ــ د ملکي خلکو تلفاتو زیاتیدل چې د بهرنیو ځواکونو په ړندو بمباریو او وحشي چاپو کې ور اوښتي دي پرده پورته کړه.

۱۲ ـ خپل جهاد، مبارزه او مقاومت یې مشروع او حق ثابت کړ او خپله داعیه او اهداف یې ټولو ته واضح کړل.
۱۳ـــ افغان سیاسیونو او د ګوندونو د مشرانو ملاتړ یې د ځان کړ او د دوی له شر څخه یې تر ډیره حده ځان بیغمه کړ او هم یې یو ډول حجت ورباندې قائم کړ.

۱۴ ــ هغه ګنګوسې یې لیري کړې چې د دښمن رسنیو خلکو ته ابلاغ کولی چې یو له هغو خبرو څخه د شیر محمد عباس ستانکزي د خبرو تحریف وو چې اردو اړوند یې کړې وې.

۱۵ــ خپل مظلومیت او ۱۷ کلن مقاومت یې قانوني او په ټولو ومانه.

۱۶ــ د امریکا تجاوز او یرغل یې تجاوز او یرغل ثابت کړ چې د دې مجلس اکثره ګډونوالو هم د امریکا ننګه کوله او طالب یې ترهګر او تروریست باله.

۱۷ ــ د کابل ادارې او د مشر هغه پاته محبوبیت او حیثیت یې هم ور څخه واخیست.

۱۸ــ نظام به کاملا د اسلام مبارک دین د ارشاداتو او اصولو په رڼا کې جوړیږي او پیروي به یې کیږي، چې د طالبانو د مقاومت له مهمو اهدافو څخه یو دا هم دی.

۱۹ــ داسې نظام او حکومت به را منځته کیږي چې د افغانستان ټول اتباع پکې برخه او ګډون ولري او د ټولو پرګنو حقوق په کې محفوظ او رعایت شوي وي.

۲۰ــ د اشغال تر چتر لاندې د ډیموکراسۍ او سیکولریزم په پایو جوړ شوی او ولاړ نظام کې به کامل اصلاحات او تغیرات راځي.

۲۱ــ د غونډې ټولو ګډونوالو د طالبانو د داعیې، مبارزې، اهدافو او غوښتنو ننګه، ملاتړ او ستاینه وکړه، هغه څه چې طالبانو له امریکایانو غوښتل دوی هم ور سره تایید او د همکارۍ ډاډ ور کړ.

۲۲ ــ د مجلس ټولو ګډونوالو د امریکایي فوځیانو د شتون سره مخالفت وښود او د بهرنیو فوځیانو د خروج ټینګه غوښتنه یې وکړه. چې د سولي په وړاندې همدا لوی خنډ دی.

۲۳ ــ په ګډه سره د یو اسلامي، مقتدر، مرکزي ټولشموله افغاني نظام او حکومت لپاره چې ټولو افغانانو ته د کار، تعلیم، امنیت، پرمختګ او هوسایۍ زمینه برابره کړي صادقانه هلې ځلې او کوششونه کول هغه څه وو چې د غونډې ګډونوالو پرې هوکړه او موافقه وکړه.

۲۴ــ د مسکو غونډې ثابته کړه چې پنځه نوي سلنه افغانان د اشغال خاتمه غواړي او د ټولو شته ناخوالو مور اشغال او د پردیو هجومانه شتون دی.

۲۵ ــ دا راز دا وړ غونډې به دوام لري تر څو اشغال ته د پای تکی ایښودل شوی نه وي چې دویم پړاوو به یې په قطر کې کیږي.

۲۶ ــ د طالبانو د فتر رسمي کیدل، د تور لیست ختمول او د بندیانو ازادول هغه څه دي چې د افغان امریکایي جګړې په له منځه وړلو او یو ارام، سوکاله او ټول شموله اسلامي افغاني نظام راتګ کې مهم رول لري باید د جګړې ښکیل اړخ چې امریکا ده د طالبانو دفتر په رسمیت وپیژني بندیان ازاد کړي او هم د تور لیست خبره نوره ختمه کړي.

۲۷ ــ د مسکو غونډې دا هم روښانه کړل چې افغانان یو بل زغملی شي که چیرته پرېښودل شي.

لویه لاسته راوړنه د طالبانو لپاره دا شوه چې دوی د دې اوږدې جګړې له پیل څخه مخکې ویلي وو چې راځۍ پیښه شوې ستونزه د خبرو او ډیالوګ له لارې حل کړو خو مقابل جانب نه منله او په زور یې ګوته وهله.

دطالبانو لپاره بل مهم څه چې د یادولو وړ دي هغه دا دي چې هغو کسانو چې څو کاله مخکې له امریکایانو سره د طالبانو په ضد جنګیدل، طالب یې د سیمي او هیواد لپاره خطر باله نن ورځ هغوی هم په دې پوی شول چې طالب یو واقیعت او ماته ور کول ناشونی کار دی بلکې د هیواد او منطقې لپاره خطر د امریکایي ځواکونو اشغال او ناروا شتون دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

کپړو خان نه می پوښتنه وکړه چی د مسکو له غونډی به څه تر لاسه کړی؟ کپړو خان داسی ځواب را کړ:
که چیری څه تر لاسه نکړو، نو لږ تر لږه خو پکی مو مسکو ولید.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x