ګرانه وطنه/ اسیر

مولوي أبو احمد اسیر

سـتا دغــه سپــېـڅـلې پــاکــه میـنـه مــې ټــاکنــه ده

ځـــارمــې د تــن ویـــنــه هــمېــشـه لــه تـا وطنـه ده

تـل پـه کـې پــردیـــو د مــرګـــي واري خوړلـي دي

ډکـه دې لــه تـانـــدو حــمـاسـو پـــاکـــه لــمنــــه ده

چــاچـې سـتا پـه لـوري پـه غـرور بـاندې کتلي دي

مېـنه یې سپـېره شـوله، پـــښـېمــان پـخپـلـه کـړنه ده

موږ د خپل وطن پـه تـرقي او ښــکلا ښــه پـوه یــو

پـرې مـو ږده تـوبه مـــو سـتـا لــه کار او رغــونه ده

دومـره هم کم نه یو خپله خاوره  چې په بل ساتو

دا راتـه شــېـریــنــه تـر خـپـل ځــان هـم قدرمنه ده

دا چــې دې لــه مـینـې سـره یـوو ړلـم تر دار پورې

عــشقــه پــه هــزار بــار مـې لـه تـا څـخه مننه ده

هــجر دې پــه زړه د اسیـر جــوړ کـړلـو ناسور زخم

ســتاسپـېــڅلې خــاوره پـاکـه غـېـږ یـې درمـلنـه ده