
«کومیلا ویکټورینز» لوبډلې د بنګلدیش غوره لیګ اتلولي خپله کړه/ ویډیو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): په بنګلدیش غوره لیګ پایلوبه کې د کومیلا ویکټورینیز لوبډلې درې واره اتلولۍ ګټونکې لوبډلې «ډهاکه ډاینامیټس» ته په ماتې ورکولو د سیالیو اتلوالي خپله کړه.
تمیم اقبال چې د کومیلا ویکټورینز لوبډلې مشر و په توپوهنه کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د خپلې توپوهنې پرمټ یې لوبډلې ته د بنګلدیش غوره لیګ شپږم پړاو جام ورکړ.
د تمیم اقبال لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې ۱۹۹ منډې جوړې کړې، تمیم اقبال د خپلې لوبډلې په ګټه په یوازې ۶۱ توپونو د ۱۱ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۱۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په ځواب کې د ډهاکه ډاینامیټس لوبډلې په ټولو اورونو لوبولو سره د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۲ منډې جوړې کړې او د ۱۷ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه، ددوی لخوا روني ټالکدر ۶۶ او اپل ترنګا ۴۸ منډې جوړې کړې.
ډهاکه ډاینامیټس لوبډله کې د افغان لوبغاړو لخوا درویش رسولي او حضرت الله ځاځی هم دي خو په پایلوبه کې نه و اخیستل شوي، افغان لوبغاړي دا مهال د هند په بنګلور ښار کې د راتلونکو سیالیو لپاره پر تمریناتو بوخت دي.
د بنګلدیش غوره لیګ په شپږم پړاو کې تر ټولو زیاتې منډې «۵۸۸» د سویلي افریقا اوپنر توپوهونکي ریلي روسو جوړې کړې، دویم زیاتې لوبغاړی جوړونکی د پایلوبې اتل تمیم اقبال دی چې ټولې یې «۴۶۷» منډې جوړې کړې، د افغان لوبغاړو لخوا محمد شهزاد ۲۷۰ منډې جوړې کړي.
په زیاتو ویکټو کې د بنګلدیش تکړه آلراونډر شکیب الحسن په لومړي نمبر دی، نوموړي ۲۳ ویکټې واخیستې، شکیب الحسن د یادو سیالیو زیاتې «۱۰۶» ویکټې اخیستې او په لومړي نمبر دی، نوموړی د یاد لیګ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
د یادونې ده چې د بنګلدیش غوره لیګ په شپږم پړاو کې «۷» افغان لوبغاړو په بېلا بېلو لوبو کې ګډون کړی و او تر ډیره بریالي ثابت شوي وو.