نړۍ

خلیلزاد: که تر ولسمشريزو ټاکنو د سولې هوکړه ونشي، په ټاکنو کې به مرسته وکړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي ‏زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د شوو خبرو په اړه رسنيو ته جزيات ورکړي او هيله يې ښکاره کړې، چې تر راتلونکو ‏ولسمشريزو ټاکنو به له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسيږي او يا به هم قوي پرمختګ په کې وشي.‏

خلیلزاد د امریکا د سولې په انسټيټيوټ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، که تر ولسمشریزو ټاکنو له طالبانو سره هوکړې ته ونه ‏رسيږي د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې به مرسته وکړي.‏

طالبانو او امريکايي استازو ويلي، چې د سولې روانې خبرې پر سم لوري روانې دي، دواړه غاړې له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د ‏افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارولو باندې سلا شوي، خو د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره وروستۍ هوکړې ته د رسېدو ‏لپاره لا هم وخت ته اړتيا ده.‏

ښاغلي خلیلزاد ويلي، چې طالبانو هم منلې، چې د افغانستان کشاله له پوځي لارې نه شي حل کېدای او له همدې امله دی هيله من دی، چې په لنډ ‏وخت کې به افغانان د سولې زيری واوري.‏

خلیلزاد د ناستې ګډونوالو ته وويل، طالبانو امریکا ته ډاډ ورکړی، چې د دوی تر واک لاندې افغانستان به د امریکا او ايتلافيانو پر ضد نه ‏کارول کيږي.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

غنى او نور مزدوران يى نه دى خبر چى انتخابات به وشى او كه به ونشى ، كه وشى كله به وشى
امريكايى خليلزاد به تصميم نيسى

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x