د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې قومندان

کابل؛ طالبانو د میدان وردګ د ملي امنیت یو قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د کابل ښار لوېدیځ کې د میدان وردګ ولایت د ملي امنیت د چټک غبرګون د قطعې قومندان په مخامخ برید کې وژلی دی.

طالبان وايي چریکي بریدګرو يې تېر مازیګر د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې دغه قومندان په نښه او ځای پر ځای وواژه.

قومندان فیروزخان شهیدزی چې طالبان يې «وحشي قوماندان او د امریکایانو اعتمادي جاسوس، چې د ډيرو بېګناه هيوادوالو په کورونو په چاپو او ګڼو جنايتونو کې يې لاس درلودونکی» یادوي د یاد ولایت د کاکاخېلو اوسېدونکی و.

طالبان وايي نوموړی له اوږدې مودې راهيسې د دوی تر څار لاندې او «څارګر مجاهدین یې له اوږدې مودې د خپلو سترو جنایاتو په سزا د رسولو په لټه کې ول، چې بالاخره پرون دغه مجاهدین په خپل هدف کې کامیاب او د ده تر وژلو وروسته امن ځای ته ورسېدل.»

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې په میدان وردګو ولایت کې هم د ملي امنیت پر قطعي سرتېري برید لسګونو عسکرو ته مرګ‌ژوبله واړوله او د یادې قطعې ودانۍ يې بشپړه ونړوله.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د