افغانستان

نوماندانو د ټاکنو اړوند د ارګ طرحه رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د حکومت دواړو شریکانو راتلونکو ټاکنو ته هم ځانونه نوماندان کړي، ارګ د ټاکنیز قانون د بدلون اړوند طرحه وړاندې کړې ده.

د همدې طرحې اړوند راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو له محمد اشرف غني سره ناسته درلوده، چې دوی دا هڅه د هغه د شخصي ګټې لپاره بولي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ګډې شورا په خپره کړې اعلامیه کې دا طرحه له حقوقي او فني اړخه نیمګړې بللې او په ټاکنیز قانون کې د بدلون هڅه يې د اشرف غني د شخصي ګټې لپاره منډه ترړه یاده کړې ده.

تر دې وړاندې ارګ ویلي و، چې د غوراوي کمېټې کې به بدلون راولي او همدارنګه د ټاکنیز قانونو اړوند به هم بدلونونه راولي.

د نوماندانو ګډه شورا وايي محمد اشرف غني پخپله د دې ټاکنیزې پروسې یو نوماند دی او په دې اړه حق نه لري چې پر یوازې سر پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې ټاکنو پایلې لا هم بشپړې نه دي اعلان شوې.

د ټاکنو کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي دوی به ۸۰ تنو بریالیو نوماندانو ته ټاکنیزې وثیقې ورکړې، چې په وینا يې پر دوی به فشار کم او نوماندان به د وکیلانو توګه کار پیل کړي.

یاده دې وي غزني چې په ولسي جرګه کې یوولس نوماندان لري، کاري دوره يې نهم کال ته ننوځي خو لا يې هم د راتلونکي برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x