نړۍ

په بحرین کې د درو میاشتو لپاره بېړنۍ حالت اعلان شو

bahrain_uprising1منامه (نن ټکی اسیا 15-مارچ-2011): د بحرین حکومتي تلویزوني چېنل پرون اعلان وکړ چې په بحرین کې به د راتلونکو درو میاشتو لپاره بېړنۍ حالت (ایمرجنسی حکومت) وي، د بېړني حالت په اعلامیه کې راغلي چې د بحرین پاچا حمد بن عيسى آل خليفه د هیواد د دفاعي ځواکونو مشر ته واک سپارلی تر څو په هیواد کې بیرته امنیتي وضعه سمه کړي.

اعلاميه وايي چې بېړنی حالت ځکه اعلان شو، چې په هیواد کې امنیتي وضعه ډېره خرابه سوله، او د عامو خلګو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی، او د هغو مصلحتونه او کار بارونه یې تر ګواښ لاندي را وستل.

د بلي خوا د بحرین وزارت خارجه په ایران کي خپل سفیر بیرته هیواد ته د مشورې لپاره را غوښتی ، وروسته تر دې چې د ایران وزیر خارجه علی اکبر صالحي بحرین ته د سعودي د فوځ لیږل غندلي وه، او دا یې د بحرین پر خلګو یو تیری بللی وو.

سعودي پرون بحرین ته د (درع الجزیره) په نوم یو 1000 کسیزه فوځ لیږلی وو، تر څو په بحرین کې د امنیت په ټینګولو کې کومک وکړي.

درع الجزیره د خلیجي هیوادو یو مشترک فوځ دی، چې په سعودي کې مېشت دی او د ټولو خلیجي هیوادونو فوځونه په کښي کی دي.

په یوه تازه خبر کی ویل شوي چې د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ په نښتو کې دوه پولیس مړه شوي، پولیسو غوښتل چې د ساحة الؤلؤة ( دملغري میدان ) چې د منامي د ښار په منځ کې واقعیت لري، د مظاهره چیانو څخه خالي کړي.

د بحرین مظاهره چیانو اکثره شیعه ګان دي، او په اړه یې داسي ګمان کیږي چې د ایران کومک ورسره دی، غوښتنه لري چې باید د هیواد اساسي قانون بدل شي، سیاسی اصلاحات را وستل شي، او اوسني حکومت ړنګ شي، مګر اکثره څیړونکي په دې اند دي چې دا ټولي غوښتني د ایران دي، ځکه چې ایران غواړي چې د خلیج په هیوادو کې خپل نفوذ زیات کړي.

{flvremote}http://vod.alarabiya.net/2011/03/0336f201e0cd4fb1a1fd9f4e7290ee36.flv{/flvremote}

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x