افغانستان

خلیلزاد: ملا عبدالغني برادر زما په غوښتنه آزاد شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د سولې په پروسه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د طالبانو لوړپوړی قوماندان ملا عبدالغني برادر د ده په غوښتنه له پاکستانه را خوشی سو.

زلمي خلیلزاد پرون د جمعې په ورځ د رواني میاشتې پر 8 مه نیټه د امریکا د سولې په انستیتوت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل “پاکستان له تاریخي پلوه د سولې په خبرو کې مثبت رول نه دی لوبولی، خو دغه رول یې د ده په وینا په دې وروستیو کې بدل شوی دی. د ملابردار خوشې کیدل زما په غوښتنه شوي ځکه فکر کوم چې هغه ډیر د سولې پلوي دی.

ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې له څه باندي 9 کالو بند تیرولو وروسته د تېر کال اکتوبر پر 25 له زندان نه خوشې شو، او د روان کال د جنورۍ میاشتې په وروستۍ نیمايی کې د طالبانو ستر مشر شیخ هبة الله اخندزاده، نوموړی په ټولو سیاسي امورو کې خپل درېیم مرستیال او د قطر دفتر مشر وټاکه.

د ملابرادراخند د خوشي کیدلو پرمهال هم یو شمیر کارپوهانو وړاندوینه کړي وه چې د هغه خوشې کیدل کولای شي د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

خلیلزاد وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان هم په ګټه ده. هغه وویل، په افغانستان کې د جگړې پای ته رسیدل به د امریکا او پاکستان اړیکې هم ښې کړي.

د امریکا ځانگړي استازي زیاته کړه چې لا هم د سولې د پروسې په لومړي پړاو کې دي او په وینا یې”هغه څه چې ترلاسه شوي خورا مهم دي، خلیلزاد وویل په هغه صورت کې چې رسمي هوکړه وشي او امریکا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د ترهگرۍ په اډې نه بدلیږي؛ امریکایي ځواکونه به له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x