افغانستان

طالبان: مسکوغونډې ثابته کړه، چې روانه مبارزه ملي رېښې لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د روانې میلادي میاشتې پر «۶-۵» د روسيې پلازمېنې مسکو کې د ځينو سیاستوالو او طالبانو تر منځ خبرې اترې د سولې په بهیر کې د بین الافغاني ډایلوګ مهم ګام ګڼل شوی دی.

له دې دوه ورځنۍ غونډې وروسته په شریکه اعلامیه خپره شوه، چې پکې د بهرنیانو پر وتلو او د اسلامي نظام پر حاکمیت ټینګار شوی و.

طالبان وايي دې غونډې د نورو ګڼو اعترافونو تر څنګ دا هم ثابته کړه، چې د دوی وسله‌واله مبارزه پردۍ نه؛ بلکې ملي او ولسي رېښې لري.

طالبانو د ورځې خبره؛ تر سرلیک لاندې خپره کړې تبصره کې دا یادونه هم کړې چې وړاندې ځينو کړیو د شخصي ګټو په خاطر د دوی قربانۍ پردیو ته منسوبولې.

« پرون که ځینو د شخصي ګټو په خاطر داسلامي امارت مبارزه پر دیو ته منسوبوله، خو نن یې په خورا صراحت سره د اسلامي امارت د مبارزې او دریځ ننګه وکړه.»

وروسته له هغه چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه راپورونه رسنیز شول، نیویارک ټایمز هغه لیک هم رسوا کړ، چې محمد اشرف غني پکې د څو زرو امریکایانو د پاتې کېدو زارۍ کړې وې.

طالبانو همدې موضوع ته په اشارې غږ کړی چې نور باید د شخصي ګټو په خاطر ملي ګټې قرباني نه کړل شي او دا ډول خلک دې پر خپل ولس زړه وسوځوي.

«هغوی چې لا هم په ګران هیواد کې د یرغلګرو د پاته کیدو هڅې کوي، نور باید خپل دې ستر خیانت ته د پای ټکی کښېږدي، د اسلامي امارت د داعیې ملاتړ وکړي، پر مظلوم ولس زړه وسوځي، ملي ګټو ته پر شخصي منافعو ترجیح ورکړي.»

طالبانو پخپله یوه بله اوونیزه تبصره کې د مسکو ناستې یوه لاسته راوړنه دا هم په ډاګه کړې وه، چې د سولې اصلي دښمن يې نړۍ ته په ډاګه کړ.

طالبانو په یاده تبصره کې ویلي و، له دې ناستې سره ټول ولس همغږی و او ګڼې هیلې يې ور پورې تړلې خو «یوازینی کس چې زموږ د ځوریدلي اولس د سولې ارمان ته یې په سپکه وکتل، د سولې په فضاء کې یې د جنګ ګواښونه وکړل او د خپلې کم ظرفۍ مظاهره یې وکړه، د کابل د ادارې مشر اشرف غني و.»

په ورته وخت کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له الاماره ویبپاڼې سره په مرکه کې د مسکو ناستې په اړه ویلي، چې دوی نظامي برخه کې زور او ځواک کاروي او سیاسي برخه کې هم داسې اخلاق نندارې ته وړاندې کوي، چې سرسخت مخالف يې پر یوه مېز ورسره کېنستلی شي.

«د سیاسي برخې تګلاره مو د نظامي برخې له تګلارې بېله ده ځکه موږ په نظامي برخه کې زور او توره کاروو او په سیاسي برخه کې موږ همدومره عالي اخلاق کاروو او زموږ سره میز ته د ناستو کسانو عیبونه نه پلټو ځکه تر څو دا د دوی د راپارېدلو باعث نشي او خبره شخړې ته لاړه نشي، زموږ سینه باید خلاصه وي، ټول ومنو او عفوه وته وکړو.»

دې ناسته کې پر دې هم هوکړه شوې وه، چې بله به يې د قطر پلازمېنه دوحه کې و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

salamoalikum//if talibs want peace must speak with afghan government; because one side of the problem is afghan government. who share in moscow conference,they are not representative of afghans,all they are famouse millionaire/warlords and full from corrUption,peoples donot looke to them from right angle of eyes. the legal directer of the complex is honor doctor ashraf ghani. trust ashraf ghani,he is best representative honest afghan for afghanistan. IF TALIBS SHARE IN CURRENT GOVERNMENT WITH ASHRAF GHANI AND PEACE WILL COME IN TO AFGHANISTAN WE WILL HAVE A STRONG AFGHANISTAN. WE HAVE TO LOOK TO GERMANY/JAPAN/SOUTH KOREA THERE IS AMERICAN FORCE BUT… نور لوستل »

Ahmed

طالېبان به ده کابل له ګو‌‌‌‌‌‌ډاګېانو سره خبری وکړی
اول ئ باېد له باداره سره حساب کتاب خلاص کړی بیا به له دوئ سره هم خبری وکړی
هم دهغه مناسب وخت ته طالېبان ماتله دی
له زغم څخه کار واخلی
انشاالله
طالېبان پي سېخ دی
له هر چا سره ده هغه ده حېثېت په مطابق چلېزی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x