افغانستان

فارن پالیسي: خلیلزاد ته د بهرنیانو وتل او د طالبانو تضمین مهم دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو او زلمي خلیلزاد تر منځ وروستیو اوږدو خبرو شپږ ورځې وخت واخیست، چې طالب مشرانو يې ځينې جزییات شریک کړل او تېره ورځ زلمي خلیلزاد هم په دې اړه څرګندونې وکړې.

فارن پالیسي خپرونې لیکلي زلمي خلیلزاد ته د سولې خبرو اترو کې د نورو لومړیتوبونو تر څنګ دا مهم دي چې بهرنیان به وځي او طالبان به د امریکا پر ضد د افغان خاورې د نه استعمال ضمانت ورکوي.

د دې تر څنګ خپرونه زیاتوي، «پر طالبانو باور مه کوئ!» په وینا يې تر اوسه کوم ضمانت نه دی وړاندې شوی.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو څو ورځې وړاندې د مسکو ناستې څنډه کې هم له رسنیو سره خبرو کې وویل، چې د ټولې پروسې د تضمین لپاره باید ملګري ملتونه، اسلامي کنفرانس او نور با رسوخه اړخونه دخیل وي.

د طالب مذاکراتي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي له نن ټکی اسیا سره خبرو کې هم وویل، چې دوی د مسلمانانو په توګه خپلو ژمنو ته وفادار دي او امریکایان هم باید خپلو کړیو ژمنو ته باید ثابت پاتې شي.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ خپلو خبرو کې وویل، چې دی د سولې ماموریت لري او په وینا يې معلومه خبره ده، که سولې ته رسېږو نو ځواکونو ته به مو د پاتې کېدو اړتیا نه وي.

په ورته وخت کې طالبانو پرلپسې ټينګار کړی، چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه باید له افغانستانه ووځي، د طالب مرکچي پلاوي یو غړي مسکو کې رسنیو ته وویل، امریکا ورسره ژمنه کړې چې د روان کال تر اپریله به نیمايي عسکر له افغانستانه وباسي، خو زلمي خلیلزاد وړمه ورځ خپاره کړي ټویټ کې ولیکل، چې د ځواکونو د وتلو پر مهال‌وېش لا هم کار نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x