د استاد قدر: نظم

عبدالمالک همت

لاندنی نظم په کندهار کي د همت د ديني زده کړو د مدرسې يوه ښوونکي حاجي محمد لودين، چي د دغي مدرسې او همت ښوونځي له پياوړو استادانو څخه دی د دغي مدرسې د اطلاعنامو د وېشلو په غونډه کي ولوست. څنګه چي ښه خوندور شعر دی دادی تاسي ته يې هم ډالۍ کوم، هيله ده خوښ مو سي په درنښت. عبدالمالک همت

قدر د استاد کوه او ډېر يې احترام کوه
وه شاګرده وروره عزتونه يې مدام کوه

دا په ځمکه باندي د نبي پاک وارثان دي
دا زموږ د پاک دين عالمان او استادان دی
ځکه په ادب سره يې ته ګر انه سلام کوه

دا در ته قرآن، سنت، توحيد او فقهي درس کوي
دا درته د صرف، منطق، تجويد او نحوي درس کوي
ته يې خدمتونه په دې وجه ګام په ګام کوه

نه به کړې بې ځايه سوال جواب له استادانو نه
نه دي ښې پوښتني په هر باب له عالمانو نه
چيرته بې ادبي، ګستاخي ونه کړې پام کوه

د ورځي وايه درس او د شپې ښه مطالعه کوه
لږ يې عبارت، ډېره خواري په حاشيه کوه
شرحي يې هم ګوره ښه کوښښ علی الدوام کوه

نه به په دوران د شاګردۍ کي دوستانې کوې
نه به سياستونه او بحثونه او جلسې کوې
وخت ډېر قېمتي دی، د وختونو اهتمام کوه

مه پرېږده تعلق هيڅکله ته د استادانو
شې به سرفرازه ته د دوی په دعاګانو
کله يې را غواړه ورته ته دعوت، اکرام کوه

وکړې که عمل نصير اشنا په دې وينا باندي
رسې تر منزله ډېر هوسا په دې وينا باندي
لنده دا چي بس قدر د هر مسجد ، امام کوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د