افغانستان

د افغانستان امریکايي پوهنتون مشر ومړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان امریکايي پوهنتون مشر او د لوړو زده کړو وزارت پخوانی وزیر شریف فایض ومړ.

هغه چې په افغانستان کې يې د امریکايي پوهنتون د «اداره او تجارت» پوهنځي په پیل سره بنسټ کېښود، د ۷۳ کلونو په عمر مړ شو.

نوموړی د امریکايي یرغل له پیله د لوړو زده کړو وزیر و، چې تر ۲۰۰۷ز کال پورې يې دا دنده پر مخ یووړه.

شریف فایض د وزارت د دندې تر پای ته رسېدو یو کال وړاندې ۲۰۰۶ز کال کې د امریکايي پوهنتون بنسټ کېښود.

امریکايي پوهنتون کې له افغاني کلتور سره ټکر چاپیریال يې تر نیوکې لاندې دی، د دې تر څنګ يې تدریسي توکي هم د ملي ګټو خلاف یادېږي.

د روان لمریز کال په لومړیو کې د دې پوهنتون د تدریسي توکو په اړه مسیر او ویسا ورځپاڼو راپورونه خپاره کړل او دا تدریسي مواد يې له «تعصبه او کم علمۍ ډک» وبلل.

د دې سرچینو په قول په دې پوهنتون کې د ماسټرۍ د مقدمې په توګه د مافوق لیسانس لپاره تیار شوي چپټر کې، د پښتنو نفوس ایله «۳۰ – ۴۰» سلنه ښوودل شوی او د پښتو ادبیاتو تاریخ يې یوازې څلور سوه کاله یاد کړی دی.

دغه چپټر چې د پوهاند ډاکټر ظاهر وهاب په نومو یو تن د روان میلادي کال لپاره لیکلی، مسیر ورځپاڼه يې یوه جمله را اخلي: «په ۱۷۴۷ کال کې دراني پښتنو حکومت جوړ کړ او وروسته یې د خپلې قبیلې نوم (افغان) پر دې خاوره کېښود او د خراسان ښکلی او تاریخي نوم یې پر افغانستان واړاوه.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

مرغ كم …. كم
دير خدمت يى كفر ته وكر اوس دى خپل جواب وايى
ولعذاب أخرت اكبر

محمد

وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x