
برازیل: فوټبال کلب کې اور لګیدنې «۱۳» لوبغاړو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د برازیل هېواد ښار «ریوډي جینرو» کې د فوټبال کلب تمریناتي کیمپ پرمهال د اور لګېدنې له کبله یو شمېر لوبغاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د فوټبال پټ لوبغالي کې لوبغاړي پر تمریناتو بوخت و چې د سختې اور لګیدنې له کبله لس کسان مړه او ۳ ټپیان شوي، د یوه ټپي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
ویل کیږي چې د اور لګیدنې په دغه پېښه کې د مړو شویو لوبغاړو عمرونه د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ و.
اور د فوټبال کلب د ودانۍ په یوه څنډه کې هغه مهال لګیدلی چې لوبغاړي پر تمریناتو بوخت وو، د چارواکو په وینا د پېښې څيړنه به په دقیق ډول ترسره کوي.
د ځینې راپورونو له مخې یو لوبغاړی چې دغه مهال خپلې مور سره پر تلیفوني خبرو بوخت و ددغې پېښې څخه روغ وتلی، چې وروسته یې مور خپل کور ته غوښتلی دی.
BRAZIL: At least 10 people died in a fire at the training complex of Flamengo Football Club in Rio, firefighters say pic.twitter.com/QeNpgPVfQm
— QuickTake by Bloomberg (@QuickTake) February 8, 2019