ګارډين: امریکا د افغانستان جګړه په بشپړه توګه بايللې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): له لندنه خپرېدونکې «ګارډين» ورځپاڼې د افغانستان روانې جګړې په اړه په  يوه مطلب کې  ليکلي، چې د اتلسو کلونو جګړې سربېره امریکا د  افغانستان جګړه په بشپړه توګه بایللې او افغانستان يې داسې ويجاړ کړی، چې اوس يې ورته پرېښودل  هم ستونزمن دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبيلو بوش په ۲۰۰۱ کال کې پر  افغانستان یرغل وکړ، په تېرو اتلس کلونو کې د لسګونو زرو ملکيانو د وژل کېدو سربېره امریکا خپلې موخې نه دي ترلاسه کړي او دغه جګړه يې  بایللې او ډېره بده يې بایللې ده.

ورځپاڼې د امریکا حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د ایران په ګډون د سيمې له هېوادونو سره د جګړې او کړکېچ پيدا کولو پر ځای بايد د افغانستان جګړه په بامسؤوليته توګه پای ته ورسوي.

ګارډين دا مطلب په داسې حال کې خپور کړی، چې امريکايي چارواکو د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي دي.

امريکا او طالبان دواړه د روانو خبرو لپاره هيله من دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد هم تېره ورځ د امریکا متحده ايالاتو د سولې په انسټيټيوټ کې يوې غونډې ته وويل، چې دی ډېر باوري دي، چې د روان کال تر جولايي مياشتې به له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسيږي.

طالبان هم باوري دي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو پوځيانو په ويستلو کې جدي دی او دغه اوولس کلنه کشاله به له امريکا سره د مخامخ خبرو له لارې حل شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د