
کندهاريان وايي حيات الله حيات د والي په توګه نه مني
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د ننګرهار پخوانی والي حيات الله حيات د کندهار د والي په توګه او شاه محمود مياخېل د ننګرهار د والي په توګه اعلان کړل خو د کندهار خلک وايي چې حيات الله حيات د والي په توګه نه مني.
نن له غرمې مخکې د کندهار د ولايتي شورا په ودانۍ کې ددې شورا غړي او د کندهار يو شمير قومي مشران راټول شوي وو او دې ولايت ته يې د حيات الله حيات د ورتګ په خلاف غونډه کړې وکړه او ويي ويل چې حيات الله حيات په کندهار کې د والي په توګه نه مني.
د کندهار د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو ويلي دي چې له ولسمشر سره يې په دې باندې خبره کړې ده چې کندهار ته به والي د کندهاريانو په خوښه راليږل کيږي، خو په وينا يې چې نوی والي يې په خپل سر رالېږلی دی او دا ورته د منلو وړ نه دی او کندهار ته دې نه راځي.
دوی وايي چې د کندهار له پاره د والي د ټاکلو په سر دې حکومت له کندهاريانو سره مشوره وکړي او د هغوی په خوښه دې ورته والي وټاکل شي.
د غونډې ګډون والو ويلي دي چې که حيات الله حيات کندهار ته ورشي په کاڼو به يې وولي او په خلاف به يې لاريونونه وکړي.
څو ورځې وړاندې هم چې د محمد اشرف غني له لوري حيات الله حيات د کندهار د والي په توګه اعلان شو، په ټولنيزو رسنيو کې هم يو شمير کندهاريانو کندهار ته د نوموړي ورتګ نه مانه او ويل يې و چې د حيات کارنامې يې ورته د هلمند په ولايت کې معلومې شوي دي او د کندهار له پاره وړ والي نه دی.
حيات الله حيات له تيرو شاوخوا اتو مياشتو راهيسې د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کوله چې تيره ورځ يې په ننګرهار کې خپله دنده پای ته ورسوله او نن دې ولايت ته شاه محمود مياخېل د نوي والي په توګه معرفي کيږي.
قندهاریان دی شکر اوباسی هر قندهاری دی دوه رکعته نفل لمونځونه وکړی چی نوموړی یی دوالی په حیث ورلیږی دا اوس هغه پخوانی وخت ندی چی قندهاری به په زور حکومت کوی اوس دعلم او مدیریت وخت دی چی دا ځانګړتیاوی قندهاریان نلری.
ولی دا ثه فرشته ده چی قندهاریان دشکر لمونز وکی خو دنورو غلو په شان یو غل دی
محترم ورور نجم صاحب ! د دغو خلکو خبري چي دغه شخص د کندهار د والي په توګه نه پرېږدي، په هغو اړه لري. پاته سوې ستاسي خبري که تاسي ځان علم او مديريت ته منسوب بولئ نو د علم خاوند خو داسي خبري نه کوي، په تېره دا چي ويلي مو دي:« اوس دعلم او مدیریت وخت دی چی دا ځانګړتیاوی قندهاریان نلری». دا خبري زموږ د ګران او خواږه هيواد د يوه ګوټ د يوه افغان سره د هيواد د يوه بل ګوټ افغانانو ته نه ښايي او که يې دليل در څخه وغوښتل سي، زه پوهېږم چي… نور لوستل »
د امريکايانو ګوډاګی حيات حزب استسلامي ته منسوب دی، نجم صاحب يعنې د نهاد جوانان مسلمان غړی يې ځکه د پرښتې په صفت مونږ ته راپېژني.
سلام علیکم. په اصطلاح د یو کنداری پتوګه وجداناً دا اجازه ځانته نه ورکوم چي د ښاغلی نجم ورور د تبصرې د وروستۍ برخی په هکله څه ووایم او که دا کیسه د کوم بل ولایت په باره کی وای او ښاغلی نجم دا ډول تبصره لیکلې وای نو به می د یو افغان پتوګه د ښاغلی نجم سره کلکه مشوکه نیولې وای. امّا د کنداریانو د دریځ په هکله: اولاً خو زموږ دموکراسی فقط یوه صوری دموکراسی ده، په اصلی وولس واکی کی د ولایت والی باید د همهغه ولایت د خلګو لخوا وټاکل شی نه دا چي د… نور لوستل »
که حقيقت وپوښتل شی د هيڅ ولايت اوسيدونکی به اوسنی د کفارو مزدور او فاسد واليان و نه منی .
دا چی ټوله غلامان د هيواد لمړی درجه غټ سيکولر متفکر غنی ته عالم وايی ، داچی دوی قتل ، فساد ، فحشا …..ته مديريت وايی خود به په همدی بی ايمانه ، بی همته ، جاهله او متعصبه علم او مديريت وياړی .