غزل: عبدالمنان حسان ضعيف

عبدالمنان حسان ضعيف

چي د رباب نغمې ته شپه کړي تر سهاره تېره
خبر به ونه کړي غلیم ته له مداره تېره

اوس چي د خپلو بربادي غواړي نو څه په کوې
سبا راځي ورته ډبره له ګزاره تېره

چي د قصاب چاړه تېره کړي ستا و غاړي لره
پر دوی هم پټه زندګي شي بې اختیاره تېره

که څوک شیطان ته سجده کوي مایوسه مه شه
داسي څوک هم شته چي لمبه شي ځي تر داره تېره

څه به کوو څه به کوي که رڼا ورکه شوله
که تاریکه شوه او ډېوه شوه له انګاره تېره

زړه رانه سترګي سمندر غواړي چي ویې ویني
چي پوره کیږي پاته مینه له دلداره تېره

وه یې منه چي شي پښېمانه به حسان ضعیفه
خیر ده که نن یې خوله چلیږي له ګفتاره تېره

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د