د چين حکومت ايغوري مسلمانان د خنزير غوښو په خوړو او شرابو څښلو مجبور کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د چين په سنکيانګ ايالت کې ايغوري مسلمانان وايي، چې حکومت يې  د خنزير غوښو په خوړلو او شرابو په څښلو مجبوري.

ايغوري مسلمانانو ويلي، چې د نوي چينايي کال په رارسېدو د چينايي چارواکو له لوري پر  دوی ظلمونو او د تشدد پېښې پر زياتېدو شوي او د نوي کال په لومړۍ  شپه چينايي حکومت دوی ته د ماښام په خوراک کې د خنزیر غوښه او شراب وړاندې کړي او دوی يې په خوړلو مجبور شوي دي.

د برتانيې ډيلي  مېل ورځپاڼې ليکلي، چې کوم مسلمانان د خنزير غوښو او شرابو له خوړو انکار وکړي، حکومت يې «د ثقافتي تربيې پوځي مرکز» ته لېږي او په دغه مرکز کې چينايي مسلمانان مجبوريږي، چې خپل  دين پرېږدي او چينايي کلتور خپل کړي.

د ځايي چارواکو له لوري ايغوري مسلمانان مجبور دي، چې د نوي کال په رارسېدو د خپلو کورونو په بامونو د خوښۍ لپاره برښنايي رڼا ګانې  جوې کړي او د نوي کال لپاره داسې خوښي وکړي، چې اسلام يې اجازه نه ورکوي.

د اسيا ازادي راډيو د يوه چينايي مسلمان له قوله ليکلي، چې په ټول عمر کې يې هم نه شراب څښلي او نه يې  د خنزير غوښه خوړلې، خو د چارواکو له لوري د اجبار له امله يې ځکه وخوړه، چې له تعذیب او بند څخه خلاص شي.

ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې ويلي، چې چينايي حکومت د ایغوري مسلمانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي او دوی اړ کوي، چې له خپل دينه تېر شي او د چنيايي کلتور برخه وګرځي.

د اسلامي نړۍ سربېره د بشري حقونو ټولنو او ملګرو ملتونو تر اوسه د ايغوري مسلمانانو د ژغورنې لپاره کوم ګام نه دی اخیستی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د خدای تعالی او ټولو موجوداتو ابدی لعنت دی وی د مارکسیزم او کاپیټالیزم او صهیونیزم پر پلید عجین چي چین ئې یوه خیرنه نمونه ده.

Karwan
میلمه
Karwan

غ حضرت، افرين داسي خبري مي خوشيږي او اوس د حقيقت ويلي او هم دحق ته غاړه ابښي. کاروان

جميل
میلمه
جميل

که د نړی مسلمانان د افغانانو په شان د پاک الله(ج) په رسی ځانونه ټينګ کړی ، ايغور به داسی بيوسه او بيکسه نوی او نه به پر دوی څوک ظلم وکولای شی .